د لاسرسي ځای

تازه خبر

د وسلوالو فعاليتونو د سوات او بونېر ولسونه اندېښمن کړي دي


د ۲۰۲۳ز کال د اپرېل پر ۲۴مه په سوات کې د امن لپاره د خلکو مظاهره.
د ۲۰۲۳ز کال د اپرېل پر ۲۴مه په سوات کې د امن لپاره د خلکو مظاهره.

د خیبر پښتونخوا په سوات او بونېر کې د وسلوالو وروستیو فعاليتونو ځايي ولس د هغو سيمو د امنيت په اړه اندېښمن کړی دی.

هغوی له مشال راډيو سره د خبرو پر مهال غوښتنه وکړه چې ریاستي ادارې دې هلته امنیت باوري کړي. دا تر هغې وروسته ده چې د مې پر ۲۳مه د سوات ضلعې په غرییزه سیمه بنجوټ کې د وسلوالو او پولیسو تر مینځ په نښته کې یو ځايي وګړی ووژل شو او یو پولیس سرتېری ټپي شو.

له پوليسو سره تر نښتې وروسته وسلوال تښتېدلي دي. تر اوسه معلومه نه ده چې هغه وسلوال د کومې ډلې غړي ول. داراز، هېڅ وسلوالې ډلې لا د بنجوټ د پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

خو د ملاکنډ ډېوېژن د پوليسو مشر ناصر محمود ستي تر هغې پېښې وروسته خبريالانو ته وویل چې وسلوالو په یو غار کې پناه اخیستې وه او لټون یې روان دی. بلخوا د بونېر د پولیسو يو چارواکي روشن زاده مشال راډيو ته وویل چې وسلوال د بونېر او سوات په غريیزو سیمو کې لیدل شوي چې پر ضد یې پولیسو او پوځ په شریکه عملیات پیل کړي دي.

د وسلوالو د تازه فعالیتونو په غبرګون کې د سوات ولسي پاڅون یو مشر عطاالله جان اېډوکېټ مشال راډیو ته ويلي چې يو خوا ریاستي ادارې د وسلوالو شتون نه مني او که بیا وسلوال پر پولیسو او ځايي خلکو بریدونه وکړي نو بیا د عملیاتو اعلانونه کوي چې ورسره په سیمه کې د خلکو ژوند او کاروبارونه اغېزمنېږي. "نه پوهېږو چې سوات ته په دومره لوی مقدار کې وسله څوک او څنګه راوړي او امنیتي ادارې یې مخنیوی ولې نه شي کولی؟" جان زياته کړه چې په سوات کې له ناامنۍ سره د سیلګرۍ صنعت ته ډېر تاوان اوښتی دی.

ځايي خبریال او شنونکی فضل خالق وايي چې په سیمه کې د امنیت وضع خرابه ده خو د سیمې انتظامي او امنیتي چارواکي معلومات نه ورسره شریکوي.

د نوموړي په وینا خلک ریاستي ادارو ته د شک په نظر ګوري او هغوی د خراب امنیت ذمه وار ګڼي. "ځايي خلکو پرېکړه کړې ده چې هلته به نه ترهګرو ته د راستنېدو اجازه ورکړي او نه د پوځي عملیاتو. خلک حیران دي چې د دومره امنیتي سرتېرو په موجودګۍ کې وسلوال څنګه په تېښته کې بریالي شوي دي؟"

ولسي پاڅون په کبل کې د بدامنۍ ضد جلسه وکړه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:55 0:00

د تېر کال له اوړي راهیسې د خیبر پښتونخوا په سوات او نورو سیمو کې ناامني زیاته شوې او په بریدونو کې ولسي وګړو او سرتېرو ته مرګژوبله اوښتې ده. د سوات اوسېدونکي دعوه کوي چې هلته وسلوال ورغلي دي. د سیمې اوسېدونکو له تېر شاوخوا یو کال راهيسې د ناامنۍ پرضد پراخې مظاهرې کړې دي. خو انتظامیه وايي چې هېڅوک د امنیت خرابولو ته نه پرېږدي.

په ۲۰۰۸ز کال کې پوځ په سوات بونېر او اړونده سیمو کې د ملا فضل الله په مشرۍ د تحریک طالبان پاکستان د وسلوالو پر ضد پراخ عملیات کړي ول چې په نتيجه کې يې په لکونو خلک بېکوره شوي او يوشمېر نور وژل شوي او ژوبل شوي ول.

د سوات ولسي پاڅون او سوات قامي جرګې مشران وايي که د ناامنۍ لړۍ روانه وي نو هغوی به خپل احتجاجونه د پاکستان نورو سیمو ته هم وغځوي. دوی وايي، وسلوالو ته سیمې ته د ورتګ اجازه نه ورکوي. بلخوا حکومت او پوځ ټینګار کوي چې د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو برخو کې یې امنیتي اقداماتو ته دوام ورکړی دی.

حکومت داراز وايي، ریاستي امنیتي ادارې د وسلوالو پرضد بې توپیره عملیات کوي او په تېرو کلونو کې یې په دې لړ کې بریاوې ترلاسه کړې دې.

د پاکستاني پوځ ویاند جنرال احمد شریف چودري د اپرېل پر ۲۵مه په راولپېنډۍ کې یوې خبري غونډې ته وویل، روان کال د وسلوالو پر ضد ۸،۲۶۹ واړه او لوی عمليات شوي چې "۱،۳۷۸ مشکوک ترهګر پکې ونيول شول او ۱۵۷ ووژل شول". چودري ویلي ول چې د عملیاتو پر مهال له وسلوالو سره په نښتو او د هغوی په بريدونو کې ۱۳۷ پوځيان ووژل شول او ۱۱۷ ژوبل شول. هغه زیاته کړې وه چې په پاکستان کې پوځ، پولیس او نورې امنيتي ادارې هره ورځ تر ۷۰ زيات عمليات کوي.

XS
SM
MD
LG