د لاسرسي ځای

تازه خبر

پولیسو د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سیاستوال میر کلام وزیر او د پي ټي اېم فعالان زندان ته لېږدولي دي


میر کلام وزیر په شمالي وزیرستان کې یوې احتجاجي ناستې ته وینا کوي - پخوانی انځور.
میر کلام وزیر په شمالي وزیرستان کې یوې احتجاجي ناستې ته وینا کوي - پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا په بنو کې پولیسو د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مرستیال صوبايي مشر میر کلام وزیر په ګډون د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) ۱۲ غړي نيولي او د بنو زندان ته یې لېږدولي دي.

د غورځنګ يو مخکښ حنیف پشتين مشال راډيو ته وویل چې پولیسو هغه کسان د جنورۍ پر ۲۱مه عدالت ته یوړل خو د چوټۍ یا رخصتۍ له وجې عدالتي کاروايي و نه شوه او بیا یې د بنو زندان ته ولېږدول.

نوموړي تر دې څو ساعته مخکې مشال راډیو ته ویلي ول چې پولیسو هغه فعالان هغه مهال "بغیر له کوم دليل ښوولو" ونیول چې هغوی د جنورۍ پر ۲۰مه د خپلو دوو ملګرو په خوشې کېدو خوشالي کوله.

پشتين وویل چې ملګري یې عید رحمان وزیر او زکيم مده خېل وزير څه باندې اووه مياشتې وروسته د بنو له زندانه ازاد شول.

ده وویل چې پولیسو یې د پي ټي اېم د غړو تر څنګ د خیبر پښتونخوا لپاره د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مرستیال مشر مير کلام وزير هم ونیوه.

وزیر له ۲۰۱۹ز کال څخه د ۲۰۲۳ز کال تر جنورۍ پورې په خیبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د شمالي وزیرستان استازی وو او د بشري حقونو فعال هم دی. هغه تر دې مخکې هم د پي ټي اېم په جلسو کې ګډون او ویناګانې کړې دي.

د بنو پولیسو لا د پي ټي اېم د غړو او میر کلام وزیر د ګرفتارۍ په اړه څه نه دي ویلي.

البته پولیسو په تېرو وختونو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پر مخکښه مشرانو او فعالانو د ریاستي ادارو پر ضد د ویناګانو، د امنیتي ځواکونو د بدنامولو او د ریاست پرضد د خلکو پارولو تورونه پورې کړي دي چې پي ټي اېم یې بې بنیاده بولي.

د پي ټي اېم تازه خوشې شويو فعالانو زکیم وزیر او عید رحمان وزیر ته د بنو د ترهګرۍ ضد عدالت د جنورۍ پر ۱۹مه ضمانت ورکړی وو چې تر دې یوه ورځ وروسته خوشې شول.

د غورځنګ یو وکیل شعېب سدوزي د جنورۍ پر ۱۹مه تر اورېدنې وروسته وویل چې عدالت په ټولو مقدمو کې د عید رحمان وزیر، زکیم مده خېل وزیر ضمانتونه منظور کړل او په دوو مقدمو کې یې د ګیله من پشتین ضمانت ومانه خو د وروستۍ مقدمې اورېدنه به په سېول (ملکي) عدالت کې کېږي.

سدوزي زیاته کړې وه چې د پي ټي اېم پر هغو فعالانو په شمالي وزیرستان کې د ترهګرۍ او بغاوت مقدمې دایرې شوې وې.

د پي ټي اېم وکیلانو په بیا بیا دا ډول تورونه رد کړي دي او وايي چې غړي یې د پاکستان امنيتي ځواکونو پر پالیسيو د نیوکو له امله نیول کېږي.

د پاکستان پوځ د پي ټي اېم د شمالي وزیرستان رابطه کار عید رحمان وزیر د ۲۰۲۳ز کال د مې پر ۳۰مه او زکیم وزیر یې د مې پر ۳۱مه پر سیدګي پوسته نیولي ول.

پښتون ژغورنې غورځنګ د خپلو فعالانو د نیونې ضد د جون پر نهمه په میرلي کې پرلت پیل کړی وو چې وروسته یې میرامشا ته غځولی وو.

تر دې وروسته امنیتي ځواکونو د ۲۰۲۳ز کال د جولای پر څلورمه د پي ټي اېم بل مخکښ فعال حضرت نعیم، چې په ګیله من وزیر مشهور دی، د پېښور له هوايي ډګره نیولی وو.

هغه مهال د پاکستان د استخباراتي ادارې يوه چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډيو ته ويلي ول چې ګيله من وزير د پلټنو فېډرالي ادارې (اېف ای اې) چارواکو په یوه مقدمه کې نيولی او پر هغه د امنيتي ادارو پرضد د کرکې خپرولو تورونه دي.

پي ټي اېم په بیا بیا د امنيتي ادارو دا ډول تورونه په وار وار رد کړي او ويلي يې دي چې د ايين په چوکاټ کې د پښتنو د حقونو لپاره سوله ييزه مبارزه کوي.

XS
SM
MD
LG