د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان لنډمهالي حکومت د پېټرولو او ډیزلو بیې لوړې کړې دي


په کراچۍ کې یو کس په موټرسایکل کې تېل اچوي - د اګست لومړۍ نېټې انځور.
په کراچۍ کې یو کس په موټرسایکل کې تېل اچوي - د اګست لومړۍ نېټې انځور.

د پاکستان لنډمهالي حکومت د اګست تر پایه پورې د تېلو بیو لوړولو اعلان کړی دی.

د مالیې وزارت د اګست پر ۱۵مه په بیان کې ویلي دي چې د یو لیټر پېټرولو بیه ۱۷.۵ روپۍ او د ډیزلو هغه ۲۰ روپۍ لوړوي.

له دې سره د یو لیټر پېټرولو نرخ ۲۹۰ او د ډیزلو ۲۹۳ روپیو ته رسېدلی دی چې د یوشمېر پاکستانیو رسنیو په وینا، د هغه هېواد په تاریخ کې د تېلو تر ټولو لویې بیې دي.

د پاکستان خزانې وزارت په بیان کې ویلي دي چې په تېرو دوو اوونیو په نړیوال بازار کې د تېلو بیې لوړې شوې دي چې له کبله یې دې اقدام ته اړ شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان لنډمهالي وزیراعظم انوار الحق کاکړ د اګست پر ۱۴مه د دندې لوړه وکړه.

تر نوموړي مخکې د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ وفاقي اېتلافي حکومت هم د اګست له لومړۍ څخه د میاشتې تر نیمايي پورې د تېلو بیې لوړې کړې وې.

دا په داسې حال کې ده چې د جولای پر ۱۲مه د پیسو نړیوال صندوق (ای اېم اېف) د مشرتابه ډلې پاکستان ته ته د درې اربه ډالرو نهه میاشتنی پروګرام تایید کړ.

د پاکستان پخواني وزیراعظم شهباز شریف پر هم هغه ورځ په بیان کې وویل چې د ای اېم اېف له لوري پاکستان ته د درې اربه ډالرو د نهه میاشتیني تړون منظورېدل یې د هېواد د اقتصادي ثبات د هڅو په لړ کې يو لوی ګام دی.

اسلام اباد وايي، له ای اېم اېفه یې د پور لومړی قسط، چې يو ارب او ۲۰ کروړه ډالره جوړېږي، تر لاسه کړی دی.

پاکستان له ۲۰۱۹ز کال راهیسې له اقتصادي بحران سره مخامخ دی او پر همغه کال یې د پیسو له نړیوال صندوق (ی اېم اېف) سره د شپږو اربو ډالرو د پور درې کلن تړون لاسلیک کړی وو.

اسلام اباد له اوږدې مودې راهیسې له ای اېم اېفه د پور د نهم قسط ترلاسه کولو هڅې کولې خو د ۲۰۲۲ز کال نومبر راهیسې هغه پروګرام د ځنډ ښکار وو.

په دې ترڅ کې د وزیراعظم شهباز شريف ترڅنګ د پاکستان لوړپوړو چارواکو د ای اېم اېف له مشرانو سره یوشمېر ناستې وکړې او د پیسو د نړیوال صندوق د شرطونو پوره کولو لپاره ګامونه پورته کړل.

په دې اقداماتو کې د انرژۍ بیو لوړول، د حکومتي لګښتونو کمولو لپاره د کفایت شعارۍ پروګرام او د ۲۰۲۳-۲۰۲۴ز مالي کال په بجټ کې د ۲۱۵ اربه روپيو نویو ټېکسونو لګول شامل دي.

د پاکستان حکومت د اقتصادي بحران هواري لپاره له اېم اېف پرته له چين، سعودي عرب او متحده عربي اماراتو څخه هم پورونه ترلاسه کړي دي.

د جولای پر ۱۲مه نېټه متحده عربي اماراتو هم پاکستان ته د یو اربه ډالرو پور ورکړ.

XS
SM
MD
LG