د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان حکومت د تېلو نرخ ټیټ کړ او د برېښنا بیه یې لوړه کړه


په پاکستان کې یوشمېر کسان په خپلو موټرسایکلونو کې د تېلو اچولو لپاره په قطارونو کې ولاړ دي - پخوانی انځور.
په پاکستان کې یوشمېر کسان په خپلو موټرسایکلونو کې د تېلو اچولو لپاره په قطارونو کې ولاړ دي - پخوانی انځور.

د پاکستان حکومت د پېټرولو او ډیزلو د بیو کمولو او د برېښنا د نرخ لوړولو اعلان کړی دی.

د مالیې وزیر اسحاق ډار د جولای پر ۱۵مه پر خپله رسمي ټوېټرپاڼه لیکلي چې د روانې میاشتې تر پای پورې د یو لیټر پېټرولو بیه نهه او د ډیزلو هغه اووه روپۍ کموي.

له دې سره سم، په پاکستان کې د یو لیټر پېټرولو بیه ۲۵۳ او د ډیزلو هغه ۲۵۳.۵ روپۍ ته ټیټه شوې ده.

البته په همدې حال کې حکومت د برېښنا د نرخ لوړولو اعلان کړی دی.

وزیراعظم شهباز شریف د جولای پر ۱۵مه په اسلام اباد کې یوې غونډې ته وویل چې د مجبورۍ له کبله د بجلۍ یو یونټ بیه شاوخوا پینځه روپۍ لوړوي.

ده زیاته کړه چې دا کار د پیسو نړیوال صندوق (ای اېم اېف) د پور پرې کولو لپاره اړین دی.

د پاکستان وفاقي حکومت دا اقدامات پر داسې مهال کړي دي چې د جولای پر ۱۲مه د ای اېم اېف د مشرتابه ډلې هغه هېواد ته د درې اربه ډالرو نهه میاشتنی پروګرام تایید کړ.

د پاکستان وزیراعظم پر هم هغه ورځ په بیان کې وویل چې د ای اېم اېف له لوري پاکستان ته د درې اربه ډالرو د نهه میاشتیني تړون منظورېدل یې د هېواد د اقتصادي ثبات د هڅو په لړ کې يو لوی ګام دی.

اسلام اباد وايي، له ای اېم اېفه یې د پور لومړی قسط، چې يو ارب او ۲۰ کروړه ډالره جوړېږي، تر لاسه کړی دی.

پاکستان له ۲۰۱۹ز کال راهیسې له اقتصادي بحران سره مخامخ دی او پر همغه کال یې د پیسو له نړیوال صندوق (ی اېم اېف) سره د شپږو اربو ډالرو د پور درې کلن تړون لاسلیک کړی وو.

اسلام اباد له اوږدې مودې راهیسې له ای اېم اېفه د پور د نهم قسط ترلاسه کولو هڅې کولې خو د ۲۰۲۲ز کال نومبر راهیسې هغه پروګرام د ځنډ ښکار وو.

په دې ترڅ کې د وزیراعظم شهباز شريف ترڅنګ د پاکستان لوړپوړو چارواکو د ای اېم اېف له مشرانو سره یوشمېر ناستې وکړې او د پیسو د نړیوال صندوق د شرطونو پوره کولو لپاره ګامونه پورته کړل.

په دې اقداماتو کې د انرژۍ بیو لوړول، د حکومتي لګښتونو کمولو لپاره د کفایت شعارۍ پروګرام او د ۲۰۲۳-۲۰۲۴ز مالي کال په بجټ کې د ۲۱۵ اربه روپيو نویو ټېکسونو لګول شامل دي.

د پاکستان حکومت د اقتصادي بحران هواري لپاره له اېم اېف پرته له چين، سعودي عرب او متحده عربي اماراتو څخه هم پورونه ترلاسه کړي دي.

د جولای پر ۱۲مه نېټه متحده عربي اماراتو هم پاکستان ته د یو اربه ډالرو پور ورکړ.

XS
SM
MD
LG