د لاسرسي ځای

تازه خبر

احتمالي نوماندان د رڼو انتخاباتو لپاره د ټېکنالوژۍ سمه کارونه مهمه بولي


په کراچۍ کې یو انتخاباتي افسر د ووټونو بکس خالي کوي - پخوانی انځور.
په کراچۍ کې یو انتخاباتي افسر د ووټونو بکس خالي کوي - پخوانی انځور.

په داسې حال کې چې د راتلونکي کال په فېبرورۍ کې په پاکستان کې ټاکنې کېږي احتمالي نوماندان د رایو اچولو، شمېر او پایلو وروستۍ یا حتمي کولو لپاره له ټېکنالوژۍ ګټه اخیستنه مهمه ګڼي خو وايي چې کمېشن باید باوري کړي چې په نظام کې تخنیکي ستونزې نه وي.

احتمالي نوماندان وایي، د ۲۰۱۸ز کال په ټاکنو کې انتخاباتي کمېشن د پایلو اعلانولو برېښنايي نظام (رېزلټ ټرانسمېشن سېسټم یا ار ټي اېس) کارولی وو چې د نتیجو اعلانولو پر وخت خراب شو چې له وجې یې د انتخاباتو د شفافیت په اړه پوښتنې پیدا شوې او ګوندونو پر یو بل د درغلۍ تورونه ولګول.

د پاکستان انتخاباتي کمېشن هغه مهال په بیا بیا ویلي ول چې انتخابات راڼه او منصفانه ول.

د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ ته د جماعت اسلامي احتمالي نوماند صابر حسین په تېر ځل ټاکنو کې د قامي اسمبلۍ څوکۍ ته ولاړ وو. هغه وایي، د ۲۰۱۸ز په ټاکنو کې ټېکنالوژي په سمه توګه و نه کارول شوه خو دا ځل باید له دې په سمه توګه ګټه پورته شي. " پینځه کاله تېر شول، اوس باید ښه والی راغلی وي. د ټېکنالوژۍ دور دی، باید وکارول شي، که پکې ټګي کېږي نو بیا دې د همدې ساده [په انساني لاس د چلېدونکي] نظام د [بهترۍ] لپاره هلې ځلی وشي."

د ټاکنو ممکنه امېدواران وایي، د ټېکنالوژۍ کارول د انتخاباتي عمل شفافیت او موثریت په اړه د ستونزو بهترین حل دی.

په غربي هېوادونو کې په انتخاباتي نظام کې د ټېکنالوژۍ کارولو ډېرې اسانتیاوې پیدا کړې دي، د رایې اچونې عمل یې چټک کړی دی، د ووټونو شمېر یې روڼ کړی او په مرسته یې نتیجې ژر اعلانېږي.

د پاکستان انتخاباتي کمېشن وايي، د ټاکنو اړوند چارې یې کمپیوټري کړې دي خو د شخصي معلوماتو د خوندي ساتنې لپاره یې د ووټ اچوونکو نوملړونه پرلیکه یا انلاین نه دي خپاره کړي.

د انتخاباتو د کمېشن مرکزي ویاند هارون شینواري او په خیبر پښتونخوا کې یې ویاند سهېل احمد مشال راډیو ته وویل چې دا ځل یې د ټېکنالوژۍ د خوندي کارولو تابیا کړې ده او د انتخاباتو د انتظام نظام (الېکشن مېنېجمنټ سېسټم یا اي اېم اېس) له لارې یې له ټولو انتخاباتي افسرانو سره د رابطو انتظام کړی دی.

دوی زیاته کړه، هڅه کوي چې ټاکنې شفافې وي او هېچا ته پکې د شکایت موقع په لاس ور نه شي.

XS
SM
MD
LG