د لاسرسي ځای

تازه خبر

الېکشن کمېشن د قبایلو انتخاباتو نتیجې خپرې کړې


په انتخاباتو کې له هرې قبایلي ضلعې څخه لسګونه زره خلکو رایې وکارولې
په انتخاباتو کې له هرې قبایلي ضلعې څخه لسګونه زره خلکو رایې وکارولې

د پاکستان انتخاباتي کمېشن د خیبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د قبایلو د ټولو څوکیو نتیجې خپرې کړې دي.

د جولای پر ۲۰مه، د قبایلو په هره ضلع کې لسګونه زره خلکو د ۱۶ څوکیو استازو منتخبولو لپاره ووټونه واچول.

دا په خیبر پښتونخوا د قبایلو تر ورګډېدو وروسته هلته د صوبايي اسمبلۍ لومړي انتخابات ول چې په لړ کې یې له سهار اتو څخه د مازیګر تر پېنځو پورې په ۱۸۹۷ پولېنګ سټېشنو کې خلکو رایې وکارولې.

باجوړ:

د انتخاباتي کمېشن له غیر حتمي نتیجو سره سم، د ۱۰۰مې حلقې څوکۍ د پاکستان تحریک انصاف انور زېب خان د ۱۲،۹۵۱ ووټونو په ترلاسه کولو ګټلې ده.

د همدې ضلعې ۱۰۱مې حلقې څوکۍ د تحریک انصاف اجمل خان د ۱۲،۱۹۴ رایو او د ۱۰۲مې حلقې هغه د جماعت اسلامي سراج الدین د ۱۹،۰۸۸ ووټونو په ترلاسه کولو ګټلې دي.

مومند:

انتخاباتي کمېشن وايي، د مومندو ۱۰۳مې حلقې څوکۍ د عوامي نیشنل ګوند نثار احمد په ۱۱،۲۴۷ ووټونو ګټلې. د دې ضلعې دویمه څوکۍ (حلقه ۱۰۴) ازاد نوماند عباس الرحمان د ۱۱،۷۵۱ ووټونو په ترلاسه کولو ګټلې.

خیبر:

د خیبر درېواړه څوکۍ ازادو نوماندانو ګټلې دي. لومړۍ یې ۱۰۵مه حلقه ده چې شفیق اپریدي په ۱۹،۷۳۳ ووټونو، ۱۰۶مه یې بلاول اپریدي په ۱۲،۸۱۴ او درېیمه یعنې ۱۰۷مه حلقه محمد شفیق د ۹،۷۹۶ ووټونو په ترلاسه کولو ګټلې.

د خیبر په ۱۰۶مې حلقې کې د عمومي څوکۍ سیالۍ ته ولاړه یوازینۍ ښځه د عوامي نیشنل ګوند ناهید اپریدۍ وه چې له غیر حتمي نتیجو سره سم، ۱۹۴ ووټونه یې ترلاسه کړي.

کورمه:

د کورمې ۱۰۸مې حلقې څوکۍ د جمیعت علمای اسلام (ف) محمد ریاض د ۱۱،۹۴۸ رایو په ترلاسه کولو ګټلې.

د کورمې د ۱۰۹مې حلقې څوکۍ د پاکستان تحریک انصاف سید اقبال میا د ۳۹،۵۳۶ ووټونو په ترلاسه کولو ګټلې.

په دې حلقه کې د ۴۰.۰۹ فیصده خلکو رایې کارولې دي چې پکې تقریباً نیمايي یې ښځې وي.

اورکزی:

د اورکزۍ ۱۱۰مې حلقې انتخابات خپلواک نوماند سید غازي غزن جمال د ۱۸،۸۴۸ ووټونو په ترلاسه کولو ګټلې.

شمالي وزیرستان:

د شمالي وزیرستان د ۱۱۱مې حلقې څوکۍ د تحریک انصاف محمد اقبال خان د ۱۰،۲۰۰ ووټونو په ترلاسه کولو ګټلې.

د دې حلقې ځینو نوماندانو په انتخاباتو کې د درغلۍ تور پورې کړی او پر ضد یې په میرلي کې مظاهره هم کړې. دوی له سره په ځینو برخو کې د انتخاباتو غوښتنه کړې خو انتخاباتي کمېشن وايي، د انتخاباتو بهیر روڼ او منصفانه وو.

د دې ضلعې ۱۱۲مې حلقې څوکۍ خپلواک نوماند میر کلام خان وزیر د ۱۲،۰۵۷ ووټونو په اخیستو ګټلې ده.

جنوبي وزیرستان:

د جنوبي وزیرستان د ۱۱۳مې حلقې څوکۍ د جمیعت علمای اسلام (ف) نوماند حافظ عصام الدین د ۱۰،۳۵۶ ووټونو په تر لاسه کولو وګټله.

۱۱۴مې حلقې انتخاب، د پاکستان تحریک انصاف نوماند نصیر الله خان د ۱۱،۱۱۴ ووټونو په اخیستو ګټلی دی.

نیمه قبایلي سیمې:

د نیمه قبایلي سیمې (اېف ار) د ۱۱۵مې حلقې څوکۍ د جمیعت علمای اسلام (ف) محمد شعېب د ۱۸،۱۰۲ ووټونو په اخیستو ګټلې ده.

په دره ادم خېل کې د قبایلستان غورځنګ پلویانو د جولای پر ۲۰ او ۲۱مه د انتخاباتو او نتیجو ضد مظاهرې وکړې او دا یې رد کړې.

د کواټ انتظامي چارواکي وايي، پر مظاهرو او جلسو سربېره خلکو لاریون وکړ نو ځکه یې ځینې کسان نیولي او پر ضد یې قانوني کارروايي کوي.

XS
SM
MD
LG