د لاسرسي ځای

تازه خبر

فواد چودري وايي اسلام اباد کې بلدیاتي انتخاباتو لپاره د رایې ورکونې برېښنايي مشینونه اخلي


د ډېسېمبر پر ۱۹مه په خیبر پښتونخوا کې یو کس د بلدیاتي انتخاباتو څوکیو لپاره خپله رایه کاروي.
د ډېسېمبر پر ۱۹مه په خیبر پښتونخوا کې یو کس د بلدیاتي انتخاباتو څوکیو لپاره خپله رایه کاروي.

د پاکستان د اطلاعاتو وفاقي وزير فواد چودري وايي په اسلام اباد کې د بلدياتي ټاکنو لپاره د رایې ورکونې ۴،۰۰۰ برقي مشينونه اخلي.

هغه د جنورۍ پر څلورمه په اسلام اباد کې په يوه خبري غونډه کې وويل چې د انتخاباتو کمېشن حکومت ته يو خط لېږدولی وو او د دې مشينونو اخیستو غوښتنه یې ترې کړې وه.

فواد چودري د اسلام اباد د بلدياتي ټاکنو کره نېټه و نه ښوده خو و یې ويل چې ژر به وشي.

نوموړي دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې د ۲۰۲۱ز کال د ډېسېمبر پر ۱۹مه د خیبر پښتونخوا په ۱۷ ضلعو کې بلدیاتي انتخابات وشول.

د تحريک انصاف حکومت په ټاکنو کې د درغليو مخنيوي لپاره د ووټونو د برېښنايي مشینونو کارول مهم بولي خو اپوزیشن ګوندونه یې ردوي او وايي پاکستان دومره پرمختللې ټېکنالوژي نه لري چې دا مشينونه د پاکو انتخاباتو ضمانت ورکړای شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG