د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې انتخاباتو ته د نوماندانو د نومليکنې بهير پای ته رسېدلی دی


په پاکستان کې یوه ښځه رایه کاروي او بله د خپلې ګوتې نښه ثبتوي ـ پخوانی انځور.
په پاکستان کې یوه ښځه رایه کاروي او بله د خپلې ګوتې نښه ثبتوي ـ پخوانی انځور.

د پاکستان د انتخاباتو کمېشن وايي، د فبرورۍ اتمې د عامو انتخاباتو لپاره نوماندانو د نومليکنې بهير پای ته رسېدلی دی.

په خيبر پښتونخوا د کمېشن وياند سهېل احمد مشال راډيو ته وويل چې هغه بهیر د ډېسېمبر پر ۲۴مه پای ته ورسید او اوس به کمېشن د ډېسېمبر تر ۳۰مې د کانديدانو د اسنادو کره کتنه کوي او د جنورۍ پر۱۳مه به یې وروستی نوملړ او انتخابي نښې خپروي.

په پاکستان کې انتخاباتي کمېشن نوماندانو ته د ډېسېمبر له ۲۰مې تر ۲۲مې وخت ورکړی وو چې د هرې ضلعې د ډېپټي کمېشنر په دفتر کې د خپلې نوماندۍ اسناد جمع کړي، خو وروسته یې دا نېټه د ځینو ګوندونو په غوښتنه د ډېسېمبر تر ۲۴مې وغځوله.

په ۲۰۲۴ز کال کې د فبرورۍ اتمې عام انتخابات به دقامي اسمبلۍ پر ۲۶۶ څوکیو کېږي.

داراز به د خیبر پښتونخوا د صوبايي اسمبلۍ لپاره پر۱۱۵، د پنجاب لپاره پر۲۹۷، د سیند لپاره پر ۱۳۰ او د بلوچستان اسمبلۍ لپاره پر۵۱ څوکیو انتخابات کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG