د لاسرسي ځای

تازه خبر

قبایلي ضلعو ټاکنې: د ۱۰۸ حلقې رایې بیا-شمېري


په شمالي وزیرستان کې د رایو شمېرل پیل شو
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:34 0:00

په شمالي وزیرستان کې د رایو شمېرل پیل شو

په کورمه کې د ۱۰۸ حلقې د انتخاباتو کمیشن مشر نور سید خان ویلي دي چې د یادې حلقې حتمي نتیجه یې ودرولی ځکه چې ازاد امیدوار محمد جمیل لومړۍ نتیجه رد کړې او د ووټونو د بیا-شمېرلو غوښتنه یې کړې ده.

نور سید خان وايي، د ګل/دوشنبې له لسو بجو به د رایو بیا-شمېرنه پیلېږي چې له بشپړېدو وروسته به یې پایلې په ډاګه شي.

په ۱۰۸ حلقه کې د خالي/شنبې په ورځ د صوبايي څوکۍ لپاره انتخابات شوي ول چې پکې د غیر حتمي نتیجو له مخې، د جمعیت علماء اسلام ف ریاض شاهین بنګش ګټونکی وو.په هغه ورځ د یادې حلقې د ۱۳۵ پولینګ سټیشنونو د ووټونو شمېرلو پس ریاض شاهین بنګش ۱۱۹۴۸ رایې وړې وې.

په انتخاباتو کې ۱۱۵۱۷ ووټونه په اخیستو محمد جمیل پر دوهم ځای راغلی دی.

په ۱۰۸ حلقه کې یوشمېر سیاسي ګوندونه او ازاد نماینده ګان په دغه خبره متفق دي چې د جولای پر ۲۰ مه په شوو انتخاباتو کې پراخه درغلي شوېده او غوښتنه کوي چې هلته دې یو وار بیا انتخابات وشي.

ازاد امیدوار پټان عبدالخالق وايي، موږ دا موندلې ده چې په ټاکنو کې درغلي شوې او په دغه کې انتخابي کمیشن، حکومتي چارواکي، د نماینده ګانو ایجنټان او د هغوی پلویان لاس لري.

بلخوا د انتخاباتو کمیشن ځايي مشر نور سید خان د درغلیو دا ټول تورونه رده وي او وايي چې هلته ټاکنې رڼې او له درغلیو پاکې شوې دي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG