د لاسرسي ځای

تازه خبر

په انتخاباتو کې د درغلۍ پلټنې کوو



سراج ظهير
سيکريټري اشتياق احمد وويل چې که کراچۍ يا بل کوم ځای کې په ووټونو کې درغلي ثابته شوه نواليکشن کميشن به د عوامي نمايندګۍ ايکټ د سيکشن ١٠٣ اے اے تر لاندې د دغه ځای نتيجې ناقانونه ګرځوي او هلته به ووټونه بيا کولې شي.


ده زياته کړه چې د دې درغليو وجې موږ د خلکو د ګوتې نخې اخستلې

((ده وويل چې موږ له ډېرې مودې راهيسې ويل چې موږ د ګوتو نخې اخلو نو دا د هغې زموږ يو مقصد وو او دا مقصد مو وو چې نن څه ووشو د دې له پاره مو دا هر څه کول او که د مللک په کومه برخه کې هم د ووټونو په حقله د چاسره د درغلۍ يا ټګۍ ثبوتونه وي نو اليکشن کميشن ته دې ورکړي او د پريزايډنګ افسرانو نه به د يو يو بليټ پيپر حساب اخستل شي او زه دا هم ويل غواړم چې که چرته دا هم مالومه شوه چې چرته ښځې له ووټ اچولو منع کړې شوي ده نو هلته به هم انتخابات ناقانونه ګرځول شي.))

د دې په څند کې په کراچۍ کې جماعت اسلامي او تحريک انصاف لاس په اختجاج دي او غواړي چې د کراچۍ په کومو پولنګ اسټشنو باندې درغلي شوي ده هلته دې بيا انتخابات وکړل شي او دغه رنګ لاهور کې هم له تيرې دوو ورځو راهيسې د تحريک انصاف غړي اختجاج کوي.

له دې سربيره د باجوړ په دوانړو حلقو ٤٣ او ٤٤ باندې د درغليو پر ضد د سياسي ګوندونو غړو اختجاجې مظاهره وکړه چې په کې د جماعت اسلامي سردار خان او هارون رشيد د تحريک انصاف ګل داد او ظفر خان او د مسلم ليګ ق حاجې سيد بادشاه د پيپلز پارټۍ اخونزاده چټان او ازاد اميدوار حاجې بهادر خان او يو شمير نور شامل وو .

د دوی غوښتنه وه چې په ټولټاکنو کې درغلي شوي ده او جعلي ووټونه اچول شوي دي بايد چې اليکشن کميشن د دې پلټنې وکړي.

کله چې مشال راډيو د اليکشن کميشن د دې فيصلې په اړه د قانوني چارو تجزيه کار بيرسټر باچا نه وپوښتل نو هغه وويل

((د عوامي نمايندګۍ ايکټ په نوم باندې يو قانون جوړ شوي دې او دا ډېر مکمل قانون دى او اليکشن کميشن د دې تر لاندې دوی ټول پاکستان کې ١٧ ټريبونل جوړ کړه. نو که اوس دا چا اعتراض يا شکايات وي د نتيجو په اړه نو اولس يا کوم سياسي غړى له دې ټريبونل سره رابطه کولې شي او د ثبوتونو په رڼا کې به دا ټريبونل کار کوي که د چا خلاف څه ثابت شو نو د هغه په حلقه به بيا انتخاب کيږي خو له بده مرغه دلته پاکستان کې دومره زر فيصلې نه کيږيد کال دوه زره اته د ټولټاکنو کيسونه له اوس هم په عدالتونو کې پراته دي نو زه وايم چې دا خو د درغلۍ يا ټګۍ پر ضد يوښه ګام او ښه قانون دې خوبايد چې دا عملي کړې شي.))

د ذکر وړده اليکشن کميشن د کراچۍ په حلقه ٢٥٠ باندې په ١٩ مه مې بيا د ټولټاکنو اعلان وکړ.
XS
SM
MD
LG