د لاسرسي ځای

تازه خبر

بایډن وايي د غزې جګړې په اړه د نتنیاهو تګلاره یوه تېروتنه ده


امریکايي ولسمشر جو بایډن په واشنګټن ډي سي کې د یوې غونډې پر مهال - د اپرېل نهمې انځور.
امریکايي ولسمشر جو بایډن په واشنګټن ډي سي کې د یوې غونډې پر مهال - د اپرېل نهمې انځور.

امریکايي ولسمشر جو بایډن ویلي دي چې د غزې جګړې په اړه د اسراییلي وزیراعظم بنیامین نتنیاهو تګلاره "یوه تېروتنه" ده.

نوموړي له یونیوېژن ټېلېوېژن سره په مرکه کې، چې د اپرېل پر نهمه خپره شوه، ویلي دي چې په فکر یې چې نتنیاهو چې څه کوي یوه تېروتنه ده او واشنګټن یې له تګلارې سره موافق نه دی.

بایډن په مرکه کې د اسراییلو له لوري د جګړې د اداره کولو پر طرز انتقاد کړی دی.

نوموړي تر دې مخکې هم په غزه کې د اسراییلو بمباري "بې توپيره" او پوځي عملیات یې "له حده زیات" بللي ول.

په همدې حال کې حماس، چې امریکا او اروپايي ټولنه یې ترهګره ډله بولي، ویلي دي چې د اسراییلو وړاندیز په غزې تړانګه د اوربند په اړه د فلسطینیو وسلوالو ډلو غوښتنې نه پوره کوي خو مطالعه کوي یې او خپل دریځ به مینځګړو ته ورکړي.

هغې ډلې دا خبره د اپرېل پر نهمه پر داسې مهال کړې ده چې مصر او قطر په قاهره کې د خبرو پر مهال د فلسطین اسلامي غورځنګ ته د اسراییلو هغه وړاندیز سپارلی دی چې موخه یې په غزه کې له شاوخوا اووه میاشتو راهیسې له روانې ویجاړوونکې جګړې څخه د وتلو لاره پیدا کول دي.

د حماس تر واک لاندې د الاقصا ټېلېوېژن د رپورټ له مخې، ځايي خلکو ویلي دي چې اسراییلو د اپرېل پر نهمه د غزې پر مرکزي او جنوبي برخو هوايي بریدونه کړي دي.

د ټېلېوېژن په وینا، په النصیرت سیمه کې پر یوې ودانۍ په برید کې د یوې کورنۍ ۱۴ تنه وژل شوي دي.

د مرکزي غزې په دیرالبلح او په جنوب کې د نورو هوايي بریدونو راپورونه هم دي.

د نړیوالو له لوري له زغمه د کار اخیستو پر غوښتنو سربېره اسراییلي وزیراعظم بنیامین نتنیاهو په بیا بیا په رفح کې د ځمکنیو عملیاتو پلانونه ښوولي دي. په هغه سیمه کې تر یو مېلیون زیاتو بې کوره شویو ملکي وګړو پناه اخیستې ده.

په قاهره کې په خبرو کې د امریکا د استخباراتو مرکزي ادارې (سي ای اې) مشر وېلییم برنز هم برخه اخیستې وه. خو په هغو مذاکراتو کې لا د جګړې درولو په لړ کې پرمختګ نه دی شوی.

حماس ډلې د اوربند په اړه د وروستي وړاندیز په اړه په بیان کې ویلي دي چې داسې موافقې ته رسېدو ته لېواله دی چې د دوی پر خلکو یرغل ته د پای ټکی کښېږدي.

هغې وسلوالې ډلې زیاته کړې چې پر دې سربېره د اسراییلو دریځ نه بدلېږي او د دوی د خلکو او "مقاومت" هېڅ غوښتنه یې نه ده پوره کړې.

حماس وايي چې داسې یوه موافقه غواړي چې په پایله کې یې اسراییلي ځواکونه له غزې وځي، اسراییل پوځي عملیات پای ته ورسوي او بې کوره خلکو ته خپلو سیمو ته د ستنېدو اجازه ورکړي.

اخوا د اسراییلو هدف د اکتوبر پر اوومه د حماس د برید پر مهال یرغمل شوي کسان سمدستي خوشې کول دي.

اسراییل داراز وايې چې له ۲۰۰۷ز کال راهیسې پر غزې تړانګې د واکمنې حماس ډلې تر ختمولو پورې جګړې ته دوام ورکوي.

حماس د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر پر اوومه پر اسراییلو برید وکړ او شاوخوا ۱،۲۰۰ اسراييلي وګړي يې ووژل او۲۵۰ کسان یې یرغمل کړل.

تر اوسه یوشمېر یرغمل شوي د یو جوړ جاړي له لارې خوشې کړل شوي دي. اسراییلو د حماس د برید په غبرګون کې سختې پوځي کاروايۍ ته دوام ورکړی دی.

په عین حال کې په غزه کې روغتیايي چارواکي وايي، په جګړه کې د وژل شويو فلسطينيانو شمېر تر ۳۳،۰۰۰ اوښتی دی چې ډېری يې ښځې او ماشومان دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG