د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا په غزه کې د ولسي وګړو او مرستندویه کارکوونکو پر خوندیتوب ټینګار کړی دی


نتنیاهو او جو بایډن د اپرېل پر څلورمه ورځ پر ټېلېفون خبرې کړې دي ـ انځور له ارشیفه.
نتنیاهو او جو بایډن د اپرېل پر څلورمه ورځ پر ټېلېفون خبرې کړې دي ـ انځور له ارشیفه.

د امریکا ولسمشر جو بایډن د اسراییلو وزیراعظم بنیامین نتنیاهو ته ویلي دي چې د غزې تړانګې د جګړې په برخه کې د امریکايي ملاتړ مستقبل د ولسي وګړو او مرستندویه کارکوونکو د خوندیتوب لپاره پر نویو اقداماتو منحصر دی.

بایډن او نتنیاهو د اپرېل پر څلورمه تر هغې څو ورځې وروسته ټېلېفوني خبرې وکړې چې په غزه کې د اسراییلو په هوايي بریدونو کې د خوراکي مرستو اووه کارکوونکي ووژل شول چې ورسره د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمینځ تعلقات لا پېچلي شوي دي.

سپينې ماڼۍ د اپرېل څلورمې په ماښام، په بیان کې وویل چې بایډن نتنیاهو ته "سپینه کړه چې دا اړینه ده چې اسراییل دې د ولسي وګړو د زیانمنېدو مخنیوي، د بشري کړاو، د ستونزو د هواري او د مرستندویه کارکوونکو د خوندیتوب لپاره یو لړ مشخص او کوټلي اقدامات اعلان او عملي کړي."

دا په داسې حال کې ده چې د اپرېل پر درېیمه د امریکا په ګډون د اسراییلو ځینو نېږدې متحدانو د اووه مرستندویه کارکوونکو وژل وغندل.

د هغې پېښې له وجې په سیمه کې یوشمېر خیریه ټولنو هغو فلسطینیانو ته د خوراکي موادو د رسولو بهیر ځنډولی چې دا مهال له سختې لوږې سره مخامخ دي.

حماس، چې امریکا او اروپايي ټولنه یې ترهګره ډله بولي، د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر پر اوومه پر اسراییلو برید وکړ او شاوخوا ۱،۲۰۰ اسراييلي وګړي يې ووژل او۲۵۰ کسان یې یرغمل کړل.

تر اوسه یوشمېر یرغمل شوي د یو جوړ جاړي له لارې خوشې کړل شوي دي. اسراییلو د حماس د برید په غبرګون کې سختې پوځي کاروايۍ ته دوام ورکړی دی.

په عین حال کې په غزه کې روغتیايي چارواکي وايي، په جګړه کې د وژل شويو فلسطينيانو شمېر تر ۳۲،۰۰۰ اوښتی دی چې ډېری يې ښځې او ماشومان دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG