د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسماعیل هنیه وايي د اوربند پر شرطونو ټینګ ولاړ دی


اسماعیل هنیه ویلي دي چې له غزې څخه د ټولو اسراییلو سرتېرو د وتلو غوښتنې ته ژمن دی - پخوانی انځور.
اسماعیل هنیه ویلي دي چې له غزې څخه د ټولو اسراییلو سرتېرو د وتلو غوښتنې ته ژمن دی - پخوانی انځور.

د حماس، چې امریکا او اروپايي ټولنه یې ترهګره ډله بولي، مشر وايي، په غزه کې د اوربند لپاره د خپل فلسطیني اسلامي غورځنګ پر شرطونو ټينګ ولاړ دی.

اسماعیل هنیه د اپرېل پر درېیمه وویل، خپلو هغو غوښتنو ته ژمن دی چې پکې تلپاتې اوربند، له غزې تړانګې څخه د اسراییلیو سرتېرو په بشپړه توګه وتل او د بې کوره شویو خلکو کورونو ته ستنېدل شامل دي.

د اسراییلو چارواکي د روانې اوونۍ په پیل کې د اوربند په اړه کومې معاملې ته د رسېدو د هڅو بیا تازه کولو لپاره مصر ته تللي ول، خو فلسطینیو چارواکو ویلي چې په دې لړ کې کوم پرمختګ نه دی شوی.

اخوا د اپرېل پر درېیمه د امریکا په ګډون د اسراییلو ځینو نېږدې متحدينو په غزه کې د هوايي بریدونو پر مهال د اووه مرستندویه کارکوونکو د وژنو غندنه کړې ده.

د مرستندویه کارکوونکو د وژل کېدو له امله یوشمېر خیریه ټولنو په داسې حال کې هغو فلسطینیانو ته د خوراکي موادو د رسولو بهیر ځنډولی چې دا مهال له سختې لوږې سره مخامخ دي.

د نړیوال پخلنځي یا اشپزخانې (ورلډ سېنټرل کېچن) په نوم د هغې خیریه ادارې د کارکوونکو وژنو هغه هلې ځلې هم د ځنډ له خطر سره مخامخ کړې دي چې پکې د امریکا په ګډون نور هېوادونه او ادارې د شمالي غزې د خراب وضعیت د یو څه ښه کولو لپاره له قبرصه د سمندرګي له له لارې د مرستو د لېږد هڅې کوي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن په فوق العاده ډول پر اسراییلو په سپینو ټکو کې نیوکه کړې او ویلي یې دي، دا پېښه ښيي چې اسراییل د ولسي خلکو د خوندیتوب لپاره کافي اقدامات نه کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG