د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې مشر ایران ته ځي


د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې مشر رافایل ماریانو ګروسي یوې غونډې ته وینا کوي ـ پخوانی انځور.
د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې مشر رافایل ماریانو ګروسي یوې غونډې ته وینا کوي ـ پخوانی انځور.

د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې مشر رافایل ماریانو ګروسي د مې له شپږمې تر اتمې د اټومي چارو په یو کنفرانس کې د ګډون او له چارواکو سره د لیدو لپاره ایران ته ځي.

د ایران مهر خبري اژانس د اپرېل پر ۳۰مه ویلي دي چې ګروسي به په اصفهان کې د اټومي ساینس او ټېکنالوژۍ په نړیوال کنفرانس کې تر ګډون مخکې په تهران کې له ایراني چارواکو سره وګوري.

د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې مشر په فبرورۍ کې ویلي ول چې تهران ته د سفر پلان لري چې د هغې ادارې او ایران ترمینځ په اړیکو کې له یو بله په جلا لارو د تګ مخه ونیسي.

ګروسي ویلي ول چې په داسې حال کې چې د ایران له خوا د اورانییمو غني کولو شدت د تېر کال د پای پرتله یو څه کم شوی، خو هغه هېواد لا هم په میاشت کې شاوخوا اووه کېلوګرامه اورانییم په لوړه کچه بډایه کوي چې تر ۶۰ فیصده پورې غني دي.

د اورانییمو تر۶۰ سلنه غني کول یې په وسلو کې د کارولو سطحې ته نېږدې کوي او د اټومي برېښنا د تولید لپاره د دومره غني اورانییمو اړتیا نه وي.

ایران د اټومي وسلو جوړولو دعوې ردوي، خو په نړۍ کې بل داسې هېواد نه شته چې د اورانییمو غني کول یې هغې کچې ته رسولي وي او وسلې یې جوړې کړې نه وي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG