د لاسرسي ځای

تازه خبر

پوځ په ډېره اسماعيل خان او شمالي وزيرستان کې د ۱۱ وسلوالو د وژلو دعوه کړې ده


د پاکستان پوځ په شمالي وزيرستان کې ګزمه کوي ـ پخوانی انځور
د پاکستان پوځ په شمالي وزيرستان کې ګزمه کوي ـ پخوانی انځور

د پاکستان پوځ د خيبر پښتونخوا په ډېره اسماعيل خان او شمالي وزيرستان کې د ۱۱ وسلوالو د وژلو دعوه کړې ده.

د پوځ د عامه اړيکو ادارې (ای اېس پي ار) د اپرېل پر ۲۲مه په خپور شوي بيان کې ويلي چې د اپرېل د ۲۱مې او ۲۲مې ترمينځ شپې مهال يې په ډېره اسماعيل خان کې له وسلوالو سره په نښته کې ۱۰ وسلوال ووژل.

بيان زياتوي چې پر همدغه شپه امنیتي سرتېرو د شمالي وزيرستان په دته خېلو کې د عملياتو پر مهال يو وسلوال وژلی او دوه يې ژوندي نيولي دي.

پوځ دا نه دي ويلي چې وژل شوي مشکوک وسلوال له کومې ډلې دي. داراز تر اوسه وسلوالو او خپلواکه سرچينو هم د پوځ د دې دعوو په اړه څه نه دي ويلي.

په وروستيو کې د خيبر پښتونخوا په بېلا بېلو سيمو کې د پاکستان پر امنيتي سرتېرو او پوليسو وسلوال بريدونه زيات شوي دي. بلخوا امنيتي سرتېري هم ادعا کوي چې د وسلوالو پرضد د عملياتو پر مهال د هغوی پټنځايونه په نخښه کړي او مرګژوبله ورته اړولې ده.

د اپرېل پر ۲۱مه په ډېره اسماعيل خان کې وسلوالو د ګمرکي چارو یا کسټمز ادارې د يو افسر په ګډون درې کسان ووژل. تر هغه وړاندې، د اپرېل پر ۱۸مه د ډېره اسماعيل خان په درابڼ سګو سيمه کې د ګمرکي چارو ادارې پر ګاډي وسلوال بريد کې د هغې ادارې د پينځو کارکوونکو په ګدون اووه کسان وژل شوي ول. د هغو بريدونو ذمه واري لا چا نه ده منلې.

په ډېره اسماعیل خان کې تر دې مخکې هم وسلوالو حملې کړې دي. د مارچ پر ۲۱مه هلته پر پوځي قافلې په ځانمرګي برید کې دوه سرتېري وژل شول ول.

تر دې مخکې د فبرورۍ پر پينځمه په درابڼ کې پر چوډه (چودوان) تاڼې په حمله کې ۱۰ پولیس وژل شوي ول. د هغو حملو مسوولیت هم چا نه وو منلی.

په ډېره اسماعیل خان کې پر امنیتي ځواکونو يو شمېر حملې شوې دي چې یوه هغه يې د ۲۰۲۳ز کال د ډېسېمبر پر ۱۲مه په درابڼ کې شوې وه چې پکې ۲۳ پوځيان وژل شوي او تر ۳۰ زیات ټپیان ول.

د هغې حملې ذمه واري د تحریک جهاد پاکستان په نوم یوې کمې پېژندل شوې ډلې منلې وه.

په خیبر پښتونخوا کې وخت پر وخت پر پولیسو او نورو امنیتي سرتېرو، او داراز، پر حکومتي کارکوونکو، ولسي مشرانو، سیاستوالانو، دیني عالمانو او فعالانو حملې کېږي.

د مارچ په ۱۶ مه وسلوالو د شمالي وزیرستان د ميرلي پر پوځي مرکز په ځانمرګي بريد او تر هغه وروسته په ډزو کې د پوځ د دوو افسرانو په ګډون اووه سرتېري ووژل.

د پاکستان پوځ دا نه وو ويلي چې هغه بريد چا کړی وو خو د پاکستانیو طالبانو حافظ ګل بهادر ډلې د برید ذمه واري منلې وه.

په خيبر پښتونخوا کې له اوږدې مودې راهيسې ناامني ده چې پرضد يې ولسونو پراخې مظاهرې، جلسې او جرګې کړې دي.

د پاکستان حکومت او پوځ وايي چې د ترهګرۍ ختمولو ته ژمن دي او د دې لپاره یې د وسلوالو پرضد هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG