د لاسرسي ځای

تازه خبر

د انتخاباتو کمېشن وايي، پر ناامنیو سربېره به ټاکنې پر خپله نېټه کېږي‌


ټاکل شوې چې په پاکستان کې د فبرورۍ پر اتمه نېټه د صوبايي او قومي اسمبلۍ لپاره عام انتخابات ترسره شي.
ټاکل شوې چې په پاکستان کې د فبرورۍ پر اتمه نېټه د صوبايي او قومي اسمبلۍ لپاره عام انتخابات ترسره شي.

د پاکستان نګران وفاقي حکومت وايي، په هېواد کې به راتلونکي‌ عام انتخابات پر ټاکل شوې نېټه اتمه فبرورۍ ترسره کېږي.

د انتخاباتو کمېشن دا خبره د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه له هغه وروسته تکرار کړې ده چې د یادې ادارې د مشر سکندر سلطان راجا په مشرۍ کې شوې غونډې د ملکي حالاتو جاج اخیستی دی.

یادې ادارې په یو خبرپاڼه کې ویلي چې پر امنیتي ننګونو سربېره دوی پوره تیاري کړې ده او د امنیتي ادارو په مرسته به پر ټاکل شوې نېټه په ملک کې عام انتخابات ترسره کېږي.

د کورنيو چارو نګران وفاقي وزير ګوهر اعجاز تر دې غونډې وروسته په اسلام اباد کې خبريالانو ته وويل چې د ټاکنو ځنډولو لړ کې پر هيڅ يو وړانديز غور نه کېږي.

د ټاکنو کمېشن دا غونډه په داسې وخت کې رابلل شوې وه چې په خيبر پښتونخوا او بلوچستان کې په دې وروستيو کې د بدامنۍ پېښې ډېرې زیاتې شوې دي.

د یادو دواړو صوبو لوړپوړي‌ چارواکي‌ د انتخاباتو کمېشن په دې غونډه کې شریک وو.

په پېښور کې د ټاکنو کمېشن وياند سهيل احمد د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه مشال راډيو ته وويل چې په غونډه کې د ټاکنو لپاره پر امنيتي اقداماتو تفصيلي خبري وشوې دي.

ده زياته کړه، "په غونډه کې دا پريکړه وشوه چې انتخابات به د فبرورۍ په اتمه کېږي او د هغې لپاره به ټول اړين اقدامات اخستل کېږي."

دا په داسي حال کې ده چې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د وسله والو بریدونو او چاودنو په دې ورستیو کې د انتخاباتي هلو ځلو له ګړندۍ کېدو سره زور اخیستی دی.

د فبروۍ پر لومړۍ نېټه هم د کوټې په ګډون د بلوچستان په یو شمېر ښارونو کې د ناامنۍ بېلا بېلې پېښې زامنځ ته شوې دي.

د کوټې د پولیسو مشر جواد طارق خبریالانو ته وویل چې د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه په کوټه کې د شوې چاودنې له امله یو تن وژل شوی دی.

نوموړي وویل، له لومړنیو معلوماتو داسې ښکاري چې په پېښه کې له اتو څخه تر ۱۰ کلو چاودونکو مواد کارول شوي وو.

بل پلو سیند صوبې ته څېرمه د بلوچستان په بلوڅ مېشته سیمه جعفر اباد کې ناڅرګندو کسانو یو هوټل ته نژدې د مسلم لیګ نون پر انتخابي دفتر د لاسي بم په برید کې درې تنه ټپي کړي دي.

د جعفر اباد د پولیسو مشر ګل احمد رسنیو ته ویلي‌ چې د ناڅرګندو وسله والو پرضد یې مقدمه جوړه کړې خو د ده په وینا څوک یې نیولي نه دي.

پع عین وخت کې د تربت په مولانا عبدالحق څلورلاره کې چاودنه شوې ده. پولیس وايي چې په دې پېښه کې یوازې یو تن ټپي شوی دی.

بل پلو په کېچ سیمه کې نامعلومو وسله والو توغندي توغولي کوم چې د د ملېشه ځواک له مرکز سره نژدې لګېدلي خو د ځايي چارواکو په وینا څه زیان یې نه دی اړولی.

د دې ترڅنګ کراچۍ ته څېرمه حب ښارګوټي کې هم ناڅرګنده وسله والو په یو لاسي بم برید کې د پولیسو په وینا یو تن ټپي کړی دی.

په مستونګ کې هم وسله والو د یادې ضلعې د زندان پر ودانۍ د لاسي بم برید کړی دی چې له کبله یې پولیسو په وینا یو عسکر ټپي شوی دی.


دې ته ورته پېښه په خضدار بازار کې شوې چېري چې د بلوچستان نیشنل ګوند او جمعیت علماء اسلام پر انتخابي دفترنو د لاسي بم بریدونه شوي خو څه زیان یې نه دی اړولی.

د دې بریدونو ذمه واري چا نده منلې او نه هم پولیسو په ځانګړې توګه کومه ډله تورنه کړې ده خو د داسې پېښو ذمه واري زیاتره وخت بلوڅ بېلتون غوښتونکي‌ پر غاړه اخلي.

په عین وخت کې له پښتون مېشتې ضلعې دوکۍ څخه د سکرو په کانونو کې کار کوونکي‌ دوه مزدوران هم تښتول شوي‌ دي.

د یادې ضلعې د پولیس تاڼې مشر شریف ملک وايي چې د تښتول شویو کسانو لټون روان دی خو څوک یې نیولي نه دي.

هغه وویل چې نامعلومو کسانو تر ۵۰ زیاتې داسې پرچۍ غورځولې دي چې په دوکۍ کې دې کان کیدونکي د کویلې یا سکرو له را اېستلو لاس واخلي.

دا پېښې په داسې وخت کې شوې دي چې د پاکستان د کورنیو چارو نګران وفاقي‌ وزیر ګوهر اعجاز خان د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه کوټې ته تللی او هلته یې په صوبه کې د امنیتي حالاتو جاج اخیستی دی.

ټاکل شوې چې په پاکستان کې د فبرورۍ پر اتمه نېټه د صوبايي او قومي اسمبلۍ لپاره عام انتخابات ترسره شي.

XS
SM
MD
LG