د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بنو کې د یو انتخاباتي نوماند کور مخې ته چاودنه شوې ده


پولیس وايي چاودنه د بنو په بازار کې شوې ده.
پولیس وايي چاودنه د بنو په بازار کې شوې ده.

د خیبر پښتونخوا په بنو کې د فبروۍ اتمې د عامو انتخاباتو یو نوماند د کور مخې ته چاودنه شوې ده چې د پولیسو په وینا پکې دوه تنه ژوبل شوي دي.

د سټي یا ښار تاڼېدار محمد بلال خان مشال راډیو ته وویل چې چاودنه د جنورۍ ۲۸مې پر مازیګر په بازار کې د صوبايي اسمبلۍ ۱۰۱مې حلقې څوکۍ ته د نوماند ملک شاه محمد خان د کور مخې ته شوې ده چې پکې نوموړي ته زیان نه دی اوښتی خو دوه ولسي وګړي برسېرن ټپي شوي دي.

دی وايي، چوونکي مواد د کور مخې ته په ولاړ موټرسایکل کې ایښي ول.

شاه محمد خان د تحریک انصاف ګوند سیاستوال دی چې په تېر صوبايي حکومت کې وزیر وو.

د نوموړي د کور مخې ته د چاودنې ذمه واري چا نه ده منلې خو پولیس زیاتوي چې پلټنې یې پیل کړې دي.

XS
SM
MD
LG