د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور کې ګڼګونديزه غونډه: د پاکستان حکومت دې افغان کډوال په زوره نه باسي


د اکتوبر پر ۱۶مه په پېښور پريس کلب کې د "امن، د افغان کډوالو ستونزې او حللارې" تر عنوان لاندې ګڼګونديزه غونډه وشوه.
د اکتوبر پر ۱۶مه په پېښور پريس کلب کې د "امن، د افغان کډوالو ستونزې او حللارې" تر عنوان لاندې ګڼګونديزه غونډه وشوه.

په پېښور کې د دوو مدني او هنري ټولنو "مفکورې" او "هنرې ټولنې" تر سیوري لاندې ګڼګونديزې غونډې پر حکومت غږ کړی چې افغان کډوال دې په زوره له پاکستانه نه باسي.

د اکتوبر پر ۱۶مه په پېښور پريس کلب کې د "امن، د افغان کډوالو ستونزې او حللارې" تر عنوان لاندې جوړه شوې غونډه کې د ملتپالو او مذهبي ګوندونو د استازو تر څنګ د مدني ټولنو فعالانو او افغان هنرمندانو هم ګډون کړی وو.

د مفکورې مشر حیات روغاني مشال راډيو ته وويل چې د ترهګرۍ د زیاتې شوې څپې او د افغانستان او پاکستان تر مينځ د خرابو اړيکو په تناظر کې دې افغان کډوال نه ځورول کېږي.

نوموړي زياته کړه، "تر څو چې د پاکستان او [په] افغانستان [کې د طالبانو] حکومتونو او ملګرو ملتونو د افغان کډوالو د ستنولو لپاره يو منظمه تګلاره نه وي جوړه کړې، هغوی دې په پاکستان کې وساتل شي، او په خاصه توګه افغان هنرمندان او خبریالان دې تر هغو نه ستنوي تر څو چې هغوی دا نه وي ګڼلې چې افغانستان د هغوی لپاره خوندي دی."

د مفکورې مشر حيات روغانی په پېښور کې د افغان کډوالو په اړه ګڼګونديزې غونډې ته وينا کوي.
د مفکورې مشر حيات روغانی په پېښور کې د افغان کډوالو په اړه ګڼګونديزې غونډې ته وينا کوي.

تر غونډې سمدستي وروسته پوليسو حيات روغانی له ځان سره بوتلی چې د مفکورې د غړيو په وينا د اکتوبر پر ۱۷مه يې بېرته خوشې کړ. د نوموړي د نيولو پرضد پر ټولنيزو شبکو پراخ کيمپېن وشو او د هغه د راخوشې کولو غوښتنه وشوه.

د پیښور پوليسو تر دا مهاله په رسمي توګه څه نه دي ويلي چې روغانی يې په څه تور نيولی وو او چیرته يې ساتلی وو.

تر دې وړاندې مفکورې او هنري ټولنې په پېښور های کورټ کې یو درخواست هم داير کړی وو چې پکې د افغان هنرمندانو د نه ځورولو غوښتنه پکې شوې وه.

دا له هغه وروسته ده چې د پاکستان د کورنيو چارو وزير سرفراز بګټي د اکتوبر پر درېيمه په اسلام اباد کې يوې خبري غونډې ته د وينا پر مهال په هغه هېواد کې مېشت ټولو اسناد نه لرونکو کډوالو ته امر وکړ چې د نومبر تر لومړۍ نېټې دې په خپله خوښه ووځي.

نوموړي زياته کړه چې د نومبر تر لومړۍ نېټې وروسته به قانون پلي کوونکي ادارې ناقانونه کډوال په زوره باسي او جايدادونه او کاروبارونه به يې ضبطوي.

تر هغه وړاندې، د سېپټېمبر پر ۱۵مه، د پاکستان لنډمهالي وزیراعظم انوارالحق کاکړ وویل چې په غیر قانوني توګه مېشت افغانان له هېواده باسي، چې بيا وروسته په پاکستان کې د افغانانو د نیولو لړۍ تنده شوه او پوليسو سلګونه افغانان ونیول.

د بښنې نړیوال سازمان او ګڼو نورو بشري سازمانونو هم د کډوالو پرضد د پاکستاني حکومت اقدام ناسمه پرېکړه بللې ده.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (يو اين ايچ سي ار) او د کډوالۍ نړيوالې ادارې (اې او اېم) له پاکستانه غوښتي چې د ټولو هغو افغان کډوالو خوندیتوب ته دوام ورکړي چې خپل هېواد ته د ستنېدو په صورت کې د احتمالي خطر سره مخاخ کېدلای شي.

د پاکستان د بشري حقونو کمېشن د اکتوبر پر اوومه په بیان کې په اسلام اباد کې د افغانانو پر ګرفتاریو او د هغوی د استوګنځایونو د ړنګولو پر رپورټونو د غصې څرګندونه وکړه.

په همدې حال کې د جمعیت علمای اسلام (ف)، پښتونخوا ملي عوامي ګوند، عوامي نیشنل ګوند، ملي جمهوري ګوند او پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) په ګډون یوشمېر سیاستوالانو او فعالانو د افغانانو د نیولو پر ضد غونډې او مظاهرې کړې دي.

دا راز په پېښور کې د افغان کډوالو عالي شورا د غیر راجسټر افغان کډوالو د ستنولو پر حکومتي پرېکړه اندېښنه ښوولې ده.

په همدې حال کې د پېښور های کورټ ځینو وکیلانو د اکتوبر پر نهمه له پاکستانه په زور د افغانانو د ایستلو پرضد په هغه عدالت کې درخواست دایر کړ. هغه وکیلان وايي چې اسلام اباد باید هغو افغانانو ته د پاکستان شهریت ورکړي چې د تابعیت شرطونه پوره کوي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (يو اېن اېچ سي ار) په وينا، په پاکستان کې دا مهال شاوخوا ۱۴ لکه راجسټر افغان کډوال مېشت دي او شاوخوا همدومره شمېر ناراجسټر افغانان ژوند کوي.

XS
SM
MD
LG