د لاسرسي ځای

تازه خبر

انوار الحق کاکړ وایي مطمین دی چې په جنورۍ کې به عام انتخابات وشي


د پاکستان انتخاباتي کمېشن د ۲۰۲۴ز کال د جنورۍ په پای کې د عامو انتخاباتو کولو اعلان کړی دی. پخوانی انځور.
د پاکستان انتخاباتي کمېشن د ۲۰۲۴ز کال د جنورۍ په پای کې د عامو انتخاباتو کولو اعلان کړی دی. پخوانی انځور.

د پاکستان لنډ مهالي وزیراعظم ویلي، بشپړ اطمینان لري چې په هغه هېواد کې به انتخابات د راتلونکي کال په جنورۍکې وشي.

انوارالحق کاکړ د اکتوبر پر ۱۲مه، په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل چې د انتخاباتو کمېشن خپل کار تر ډېره حده پوره کړی چې پکې حلقه بندي کول او له دې سره تړلي نور معاملات هم شامل دي. نوموړي وویل، د انتخاباتو لپاره د پیسو انتظام روان دی او د انتخاباتو کمېشن له خزانې وزارت سره په ګډه دا معامله پر مخ وړي.

کاکړ زیاته کړه چې د عامو انتخاباتو د امنیت لپاره لازم ګامونه اخیستل شوي دي او نګران حکومت د پاکستان د انتخاباتو له کمېشن سره په ګډه په دې اړه کار ته دوام ورکوي.

تر دې وړاندې د پاکستان د انتخاباتو کمېشن د جنورۍ په وروستۍ اوونۍ کې د انتخاباتو کولو ویلي ول.

د پاکستان د نګران وزیراعظم دا څرګندونې له هغې وروسته مخې ته راغلي چې د هغه هېواد ځینو سیاسي ګوندونو اندېښنه څرګنده کړې چې د انتخاباتو د ځنډولو هڅې روانې دي.

د اکتوبر پر دويمه، د پاکستان پيپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري په کراچۍ کې يوې خبري غونډې ته وويل چې که انتخاباتي کمېشن پر خپل وخت انتخابات نه کوي نو دوی به یې پر ضد په سپريم کورټ کې مقدمه وکړي.

تر هغه لږ مخکې د جمعيت علمای اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان په خوشاب کې يوې جلسې ته د وينا پر وخت وويل چې انتخاباتي کمېشن بايد "په غيرجانبدار ډول، په قانوني موده کې دننه شفاف انتخابات" وکړي. هغه زیاته کړه چې که داسې نه کېږي نو د مظاهرو په کولو سره به فشار اچول پيل کړي.

د پاکستان ولسمشر عارف علوي د اګست پر نهمه د پخواني وزیراعظم شهباز شریف پر سپارښتنه قامي اسمبلي ړنګه کړه. تر هغې وروسته د قانون ترمخه باید انتخاباتي کمېشن او لنډمهالي حکومت په درو میاشتو کې انتخابات کړي وای، خو انتخاباتي کمېشن د اګست پر ۱۷مه وویل چې د ۲۰۲۳ز کال د ډيجيټل سرشمېرنې پر اساس به لومړی انتخاباتي حلقې جوړوي او وروسته به انتخابات کوي.

د پاکستان د انتخاباتو کمېشن ویلي د نویو حلقو جوړولو کار يې ګړندی کړی او د نومبر تر ۳۰مې پورې به یې پای ته رسوي، چې تر هغې وروسته به تر شاوخوا دوو میاشتو پورې انتخاباتي کیمپېن روان وي او د ۲۰۲۴ز کال د لومړۍ میاشت په پای کې به انتخابات کوي.

XS
SM
MD
LG