د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین ویلي دي چې ریاستي ادارې د وسله والو ډلو په لاس د واڼه امنیت خرابوي. دا خبره نوموړي د اپرېل پر نهمه په ښار کې د غورځنګ د مخکښ او د پارلېمان غړي علي وزیر خوشې کولو لپاره جلسې ته په وینا کې وکړه. خو د جنوبي وزیرستان د پولیسو مشر دا تور ردوي. ویډیويي رپورټ.