د خیبر پښتونخوا نانوایانو د اوړو د بیو زیاتېدو له وجې د یوې ډوډۍ نرخ له ۱۰ روپۍ څخه ۲۰ روپیو ته لوړ کړی دی. د نانوایانو د ټولنې مشر وايي، یوازې اوړه نه بلکې ګیس، برېښنا او د ټرانسپورټ لګښتونه هم زیات شوي دي. د اوړو کاروباریان وايي، په خیبر پښتونخوا کې زیات غنم نه پیدا کېږي نو ځکه اړ دي چې له پنجاب