په سوات کې پر لرګیو ګل کاري کونکي (حکاکان) وايي ددې باوجود چې اوس خلک د کورونو لپاره ارزانه د لرګو اوازار (فرنیچر) خوښوي خو دوی بیا هم پر کټونو، سینګارمېزونو او د کور د ښکلي کولو لپاره په نورو اوزارونو ګل کاري کوي. دسیمې خلک وايي دا هنر ورته له مشرانو پاتې دی او ښايي له پېړیو راهیسې په یاده سیمه کې