نن دوشنبه د کوټې پر جواینټ سړک د پاسپورټ دفتر مخې ته وسله والو په ډزو درې تنه وژلي او دوه نور یې ژوبل کړي دي. په وژلو شویو کې دوه شیعه توکمه هزارګان او یو د پولیسو سرتیری دی. د پولیس مشر عبدالرزاق چیما په وینا وسله والو په هزارګانو برید کړی او د تېښتې پرمهال پرې پولیسو ډزې کړي او په ځوابي ډزو کې پو