په اسلام اباد کې تعلیمي ادارې خلاصې شوې خو په دغه ښار کې د تحریک انصاف او عوامي تحریک پلویانو د وزیراعظم استعفا غوښتنې لپاره د پارلمان مخ ته احتجاج دوام لري، که څه هم د پي ټي ای مرستیال مشر شاه محمود قرېشي د پارلمان ګډې غونډې ته په وینا کې د خبرو پیلولو غږ وکړ خو د دغه کړکېچ ختمولو څرک نه لګېږي.