افغان چارواکي وايي د کابل د ارغندې چوک په سیمه کې له پرون شپې راهیسې اورلګیدنه پای ته رسېدلې.د کابل د امنیې قومندانۍ ویاند حشمت الله ستانکزي نن (شنبه) مشال راډیو ته وویل دا اورلګیدنه د پرون (جمعې) شپې له لس نیمو بجو پیل او نن لس بجې پای ته ورسېده چې په نتیجه کې یې د تیلو نږدې ۴۰۰ ټانکرونه وسوځېدل.