د افغانستان او تاجکستان حکومتونو په بېلابېلو برخو کې د همکارۍ پنځه موافقت نامې او یوه ګډه اعلامیه لاسلیک کړه.
ولسمشر حامد کرزي چې نن د پنجشنبې پر ورځ د تاجکستان له ولسمشرامام علي رحمان سره په یوه ګډ خبري کانفرانس کې خبرې کولې وویل، چې تاجکستان په تیرو دولسو کلونو کې د افغانستان ښه ملګری پاته شوی.