د مې پر نهمه، د پښتون ملتپاله سیاستوال او انقلابي شاعر اجمل خټک مزار په چاودونکو توکو والوزول شو. د نوموړي مزار د خیبر پښتونخوا د نوښار په اکوړي کې دی.
نوموړی په خپل یوه نظم کې وايي:
دلته د دغو قصابانو خوراک
هلته د هغه ښامارانو خوراک
نه مو ځان تور کړ او نه سپین پاتې شو
نه د دنیا شو نه د دین پاتې شو
د لویو، لویو قدرتونو ربه
یو تمنا ده اورېدای شې که نه
ستا د سکڼي، سکڼي ماښام نه لوګی
د چا د زړه لوګی لیدای شې که نه!