افغان ولسمشر حامد کرزي خپل ورور احمد ولي کرزي په کندهار کې خاورو ته سپاري، چې د جون په ۱۲ نیټه د خپل ساتونکي لخوا وژل شوی وو.
د افغانستان په سرښار کابل کې یوشمېر وسله والو طالبانو د ګل په شپه بیګا ناوخته پر کانټینېنټل هوټل برید کړی چې پکې د وروستیو مالوماتو له مخې د وسله والو طالبانو په ګډون ۱۶ کسان وژل شوي دي.
د سوات چارباغ اوسېدونکې یوه میرمن نیلم وايي،خاوند یې د طالبانو لخوا په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شو او دا په خپله د پاکستاني پوځ لخوا په بمبارۍ کې ټپي شوه.نیلم د مشال ریډیو خبریال شاهین بونیري سره په یوه مرکه کې دا پوښتنه رابورته کړه چې له هغې سره د شوي ظلم تپوس له چا وکړي او تاوان له چا واخلي.
د سوات سندرغاړې: د سوات د ښځینه سندرغاړې کیسه، د دې له خولې اورو چې هنري ډلې له ځه ډول ستنونزو او ننګونو سره مخامخ دي.ددې پروګرام جوړونکی شاهین بونیری دی چې د کړکېچ سیمې رپوټولو پولیتزر مرکز ورسره د موادو په لړ کې مرسته کړې.
د خیبر پښتونخوا چارواکي وايي، په سوات کې د تندلارو طالبانو او پاکستاني امنیتي ځواکونو ترمنځ په نښتو کې په سلګونه کسان وژل شوي چې په دې سره په سیمه کې د یتیمانو ماشومانو شمېره هم زیاته شوې. د”خپل کور “په نامه د یوې غیرسرکاري ادارې د مالوتو له مخې د یتیمانو او بې اسرې ماشومانو شمیره ۱۵ فیصده لوړه ختلې ده. د مشال همکار شاهین بونیری رپوټ
د پاکستان د خیبر پښتونخوا په اېبټ اباد کې اوسېدونکي حیران دي چې د القاعده مشر اسامه بن لادن دلته څنګه راغلی دی. د مشال راډیو خبریال فواد علي شاه په دې سیمه کې له بېلا بېلو کسانو سره خبرې کړې دي. په دې اړه د پامیر ساحل رپورټ وګورئ.
په ایبټ آباد کې د اسامه بن لادن ګاونډیانو د هغه د وژلو په شپه څه ولیدل .د ريديو مشال خبریال فواد علي شاه یې وړاندې کونکی دی
د کابل خرابات کوڅه یو وخت د افغانستان د کلاسیکي موسقۍ مرکز بلل کېدی خو اوس ددغه کلاسیکه موسیقۍ غږونکي په دې لټه کې دي چې څنګه په اوسني اوښتي کلتور کې خپل غږ په خلکو واوري. ددې رپوت جوړونکي ابوبکر صدیق او سیدجان سباون دي
د عراق په جنوبي ښار بصره کې څه نا څه ۳۰۰۰ عراقي مظاهره چیانو د درغلیو او بې روزګارۍ خلاف مظاهره کړې.او له بلوه ضد پولیس سره په نښتو کېوتل. د رویټرز ويډیو
په ازادي لاره کې لاریون
نور وښیئ