د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مشال تر رڼا لاندې

د پاکستان په افغان تګلاره کې د څه بدلون امکان شته؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:27:34 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د افغان ولسمشر اشرف غني، چې دا مهال يې هېواد پرې اېښی دی، په واکمنۍ کې د پاکستان او افغانستان تعلقات له ډېرو لوړو ژورو سره مخامخ ول. افغانستان تور پورې کاوه چې طالبان د اسلام اباد په خوله په دې هېواد کې تشدد کوي خو پاکستان بیا تل دا تور رد کړی و. خو اوس چې طالبانو افغانستان نيولی، په اړه يې پاکستان هم دا مني چې ورباندې څه ناڅه نفوذ لري، نو پوښتنه دا ده چې اسلام اباد به د افغانستان په اړه په خپله شته تګلاره کې کوم بدلون راولي او که څنګه؟ دا او نورې پوښتنې د مشال تر رنا لاندې بحث کې څېړل شوي دي.

کابل ته د طالبانو ورتګ او د پاکستان سياسي ګوندونو دریځونه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:27:22 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د طالبانو لاس ته د افغانستان لوېدو او د ولسمشر اشرف غني تر وتو وروسته د هغه هېواد د اوسني وضعيت او راتلونکي حکومت جوړولو په اړه هلې ځلې روانې دي. د افغانستان دې بدلون په پاکستان کې د سياسي ګوندونو پر بیانيو او دريځونو هم اغېز کړی دی. مذهبي ګوندونو لکه جمعیت علمای اسلام او جماعت اسلامي د طالبانو له لوري د کابل نيولو هرکلۍ کړی خو بيا پښتون ملتياله ګوندونو په زور د کابل نيولو مخالفت کړی دی. داسې اندېښنې دي چې د افغانستان دغه بدلون به په راتلونکې کې د پاکستان سياست هم تر ژور اثر لاندې راولي. د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د ګوندونو دريځونه او په افغانستان کې د سیاسي بدلونونو د پاکستان پر سياست د ممکنه اغېز موضوعات څېړل شوي.

نور وښیئ

XS
SM
MD
LG