د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مشال تر رڼا لاندې

افغانستان کې بدلون ته د پاکستان سياسي ګوندونو غبرګون ولې سوړ دی؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:27:21 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

پر افغانستان د طالبانو قبضه او د اګست پر ۳۱مه نېټه د امريکا په بشپړه توګه له دې هېواده وتلو ته په سيمه ييز او نړيواله کچ د يوې لويې پېښې په سترګه کتل کېږي. نړيوال او د افغانستان ګاونډي هېوادونه په تېره بيا پاکستان هڅه کوي چې په دې هېواد کې خپلې ګټې خوندې کړي. د افغانستان او پاکستان مشرانو او کارپوهانو تل ويلي چې د دواړو هېوادونو حالات پر يو بل ژور اغېز کوي. پخوا چې کله هم په افغانستان کې بدلون راغلی نو د پاکستان سياسي ګوندونو ورته په ډېره فعاله توګه غبرګون ښودلی خو د کارپوهانو په وينا، دا ځل دغو سياسي ګوندونه د پخوا په شان جارحانه او فعاله غبرګون نه دی ښودلی. د دې ممکنه لاملونه څه کېدای شي؟ دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې څېړو.

د پاکستان په افغان تګلاره کې د څه بدلون امکان شته؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:27:34 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د افغان ولسمشر اشرف غني، چې دا مهال يې هېواد پرې اېښی دی، په واکمنۍ کې د پاکستان او افغانستان تعلقات له ډېرو لوړو ژورو سره مخامخ ول. افغانستان تور پورې کاوه چې طالبان د اسلام اباد په خوله په دې هېواد کې تشدد کوي خو پاکستان بیا تل دا تور رد کړی و. خو اوس چې طالبانو افغانستان نيولی، په اړه يې پاکستان هم دا مني چې ورباندې څه ناڅه نفوذ لري، نو پوښتنه دا ده چې اسلام اباد به د افغانستان په اړه په خپله شته تګلاره کې کوم بدلون راولي او که څنګه؟ دا او نورې پوښتنې د مشال تر رنا لاندې بحث کې څېړل شوي دي.

نور وښیئ

XS
SM
MD
LG