د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مشال تر رڼا لاندې

پاکستان جمهوري غورځنګ به بیا پیاوړی شي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:26:58 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د پاکستان جمهوري غورځنګ (پي ډي اېم) په نوم د یو شمېر اپوزیشن ګوندونو تحریک هڅه کوي چې بيا په يوه قوت خپل ځان د عمران خان په مشرۍ د تحريک انصاف د حکومت پرضد پیاوړی کړي. په ۲۰۲۰ز کال کې په جوړ شوي دې غورځنګ کې ۱۱ ګوندونه شامل ول چې د هېواد په يوشمېر ښارونو کې یې د حکومت ضد لويې جلسې کړې وې خو د پيپلز پارټۍ او عوامي نېشنل ګوند تر وتو وروسته غورځنګ خپل پخوانی زور له لاسه ورکړ. پوښتنه دا ده چې پي ډي اېم اوس دا توان لري چې د پخوا په شان زورور شي او د حکومت لپاره مشکلات پیدا کړي؟ دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې له کارپوهانو سره څېړل شوي دي.

پر ډیورنډ کرښه میشتو پښتو د افغانستان تازه جګړو اغېز
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:27:21 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د افغانستان په بېلا بېلو سيمو کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمينځ جګړو زور اخيستی دی. طالبانو ځينې سيمې نيولې چې پکې له چمن سره نږدې د سپین بولدک ښارګوټی هم دی. دې تازه جګړو پر ډیورنډ کرښه میشتو پښتنو ټولنيز ژوند څومره اغېزمن کړی دی؟ د مشال تر رڼا لاندې خپرونه کې دا موضوع څېړل شوې ده.

نور وښیئ

XS
SM
MD
LG