د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مشال تر رڼا لاندې

په پاکستان کې په رښتيا هم کورونا وبا کمه شوې ده؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:29:13 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

په پاکستان کې د سېپټمبر تر دويېمې پورې تر دوه لاکه ۹۶ زره زيات کسان په کورونا وايرس اخته شوي دي. د وايرس په اړه د دې هېواد د روغتيا څانګې ویبپاڼه وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۴۴۱ نور کسان له وايرسه ناروغه شوي دي.که وکتل شي نو د شمېرو په حساب په دې هېواد کې د ناروغانو شمېر مخ په کمېدو دی. سږکال مۍ او جون مياشت کې به اوسطا هره ورځ تر پنځه زره زيات کسان په وايرس اخته کېدل. پوښتنه دا ده چې په رښتيا هم په دې هېواد کې د کورونا وبا په کمېدو ده؟ دا او نورې پوښتنې له کارپوهانو سره د مشال تر رڼا لاندې بحث څېړل شوې دي.

د افغان طالبانو د پاکستان له سفره هدف څه دی؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:29:04 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د افغان سولې پروسې په لړ کې د طالبانو يو پلاوي د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د اسلام اباد د سفر پر مهال د اګست پر ۲۵مه د پاکستان له بهرنيو چارو وزير سره وليدل. له ملاقات وروسته د دې هېواد بهرنيو چارو وزارت په يوه بیان کې وويل چې شاه محمود قريشي او طالبانو د بين الافغاني مذاکراتو د ژر پېلېدو په ګډون د سولې پروسې پر نورو اړخونو خبرې وکړې. له کله چې طالبانو د ۲۰۲۰ز کال په فبروري مياشت کې په قطر کې له امريکا سره د سولې تړون لاسليک کړی له هغه راهيسې هڅې روانې دي چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مذاکرات پيل شي. خو په دې کې ځينې خنډونه دي. دا خنډونه څه دي او د طالبانو د پاکستان د اوسنی سفر هدف څه دی؟ دا پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې څېړل شوې دي.

نور وښیئ

XS
SM
MD
LG