د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مشال تر رڼا لاندې

په اسلام اباد کې د نومبر پر ۱۲ مه نېټه د پاکستان، چين او افغانستان ترمنځ د درې اړخيزو خبرو اترو په لړ کې غونډه وشوه.

په غونډه کې د اسلام اباد لپاره د چين سفير یاو جونګ، د افغانستان استازي حضرت عمر زاخيلوال او پاکستاني سېنېټر مشاهد حسين سيد په چين پاکستان اقتصادي راهدرۍ کې د افغانستان پر ګډون ټينګار وکړ.

د چين پاکستان اقتصادي راهداري د چين د هغې لويې پروژې برخه ده چې ورته يوه سيمه يو سړک نوم ورکړل شوی دی.

د راهدارۍ د پروژو ارزښت ۶۴ اربه ډالر دی.

چين غواړي اقتصادي راهدرۍ د افغانستان له لارې تر منځنۍ اسیا وغځوي.

پوښتنه دا ده چې په راهدارۍ کې افغانستان ته د غځېدو صلاحيت شته، امکانات او ممکنه خنډونه څه کېدای شي.؟

دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د بلوچستان د پلان جوړونې او پرمختيا حکومتي اداره کې د راهدرۍ د چارو مسيول مجيب پانيزی او په کابل کې د سياسي چارو پوه حکمت اعظمي سره څېړل شوی دي.

چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ کې د افغانستان ګډون: امکانات او ممکنه خنډونه؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:26:19 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

په پاکستان کې د مذهبي ډلې پلويانو د مذهب سپکاوي په تور کې د نيول شوې اسيه بي بي د بېګناه ګرځولو په اړه د سپريم کورټ د فيصلې پرضد پرتشدد مظاهرې وکړې.

پارېدلو کسانو د اکتوبر له ۳۱ مې نېټې بيا د نومبر تر دومې نېټې پورې د پاکستان په مهمو ښارونو کې سړکونه و تړل او د خلکو شتمنيو ته يې اورونه واچول.

خو دا لوموړۍ ځل نه دی چې پارېدلې کسان د احتجاج پر مهال د ولس شتمنيو ته تاوان رسوي بلکې داسې پېښې په وار وار شوې دي.

پوښتنه دا ده چې اخر خلک ولې خپل احتجاج په سوليزه توګه نه کوي او ايا په غربي هېوادونو کې هم خلک دغسې برخورد کوي؟

دا پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې په اسلام اباد کې ليکوال ظفرالله خان او په لندن کې مېشت فایق خان يوسفزي سره څېړل شوې دي.

د پاکستان او غربي هېوادونو په احتجاجونو کې څه توپير دی؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:23:36 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

نور وښیئ

XS
SM
MD
LG