د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مشال تر رڼا لاندې

د پاکستان او امريکا ترمنځ تر هغه وروسته لفظي شخړه زياته شوې چې ولسمشر ټرمپ پر اسلام اباد د مرستو د بندولو د خپلې فيصلې په دفاع کې وويل چې پاکستان د امريکا لپاره هيڅ نه کوي او دې هېواد د القاعده مشر اسامه بن لادن سره په اېبټ اباد کې په پټېدو کې مرسته کړې وه.

د دې په ځواب کې د پاکستان وزيراعظم عمران خان وويل چې هېواد يې د ترهګرۍ پرضد جګړه کې ځاني او مالي قربانيانې ورکړې دي.

هم په دې تړاو د پاکستان بهرنيو چارو وزارت د نومبر پر ۲۰مه، په اسلام اباد کې د امریکا سفارت شارژدافېر پاول جونز وربللی او هغه ته یې په ګیله کې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري لګول شوي تورونه بې ځایه وبلل.

په دې اړه په خپاره شوي بيان کې ویل شوي، پاکستان په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې د هڅو ملاتړ ته دوام ورکړی او د امریکا له لوري د افغانستان ستونزې سیاسي حل را-اېستلو تر اعلان وروسته واشنګټن او اسلام اباد د سیمې له نورو ځواکونو سره په ملتیا د دغه اوږدې لانجې ختمولو کوشش کوي او پر دې نازک پړاو بېځایه تورونه د دې مهمې همکارۍ لپاره زیان رسولای شي.

پوښتنه دا ده چې د واشنګټن او اسلام اباد ترمنځ دغه ناندۍ به د ترهګرۍ ضد جګړه او د افغانستان د سولې پر روانو هڅو څه اغېز وکړي او که څنګه؟

دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې په اسلام اباد کې له پخواني ډپلوماټ ایاز وزير، د پاکستان پوځ پخواني افسر برېګېډيير سعد محمد خان او د پېښور پوهنتون د تاريخ څانګې مشر ډاکټر منهاج الحسن سره څېړل شوې دي.

د پاکستان او امريکا اختلافات به ترهګرۍ ضد جګړه او افغان سولې پروسه باندې څه اغېز وکړي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:23:54 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

په اسلام اباد کې د نومبر پر ۱۲ مه نېټه د پاکستان، چين او افغانستان ترمنځ د درې اړخيزو خبرو اترو په لړ کې غونډه وشوه.

په غونډه کې د اسلام اباد لپاره د چين سفير یاو جونګ، د افغانستان استازي حضرت عمر زاخيلوال او پاکستاني سېنېټر مشاهد حسين سيد په چين پاکستان اقتصادي راهدرۍ کې د افغانستان پر ګډون ټينګار وکړ.

د چين پاکستان اقتصادي راهداري د چين د هغې لويې پروژې برخه ده چې ورته يوه سيمه يو سړک نوم ورکړل شوی دی.

د راهدارۍ د پروژو ارزښت ۶۴ اربه ډالر دی.

چين غواړي اقتصادي راهدرۍ د افغانستان له لارې تر منځنۍ اسیا وغځوي.

پوښتنه دا ده چې په راهدارۍ کې افغانستان ته د غځېدو صلاحيت شته، امکانات او ممکنه خنډونه څه کېدای شي.؟

دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د بلوچستان د پلان جوړونې او پرمختيا حکومتي اداره کې د راهدرۍ د چارو مسيول مجيب پانيزی او په کابل کې د سياسي چارو پوه حکمت اعظمي سره څېړل شوی دي.

چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ کې د افغانستان ګډون: امکانات او ممکنه خنډونه؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:26:19 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

نور وښیئ

XS
SM
MD
LG