د لاسرسي ځای

تازه خبر

چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ کې د افغانستان ګډون: امکانات او ممکنه خنډونه؟


چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ کې د افغانستان ګډون: امکانات او ممکنه خنډونه؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:26:19 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د بلوچستان د پلان جوړونې او پرمختيا حکومتي اداره کې د راهدرۍ د چارو مسيول مجيب پانيزی او په کابل کې د سياسي چارو پوه حکمت اعظمي سره څېړل شوی دي.

په اسلام اباد کې د نومبر پر ۱۲ مه نېټه د پاکستان، چين او افغانستان ترمنځ د درې اړخيزو خبرو اترو په لړ کې غونډه وشوه.
په غونډه کې د اسلام اباد لپاره د چين سفير یاو جونګ ، د افغانستان استاذي حضرت عمر زاخيلوال او پاکستاني سېنېټر مشاهد حسين سيد په چين پاکستان اقتصادي راهدرۍ کې د افغانستان پر ګډون ټينګار وکړ.
د چين پاکستان اقتصادي راهداري د چين د هغې لويې پروژې برخه ده چې ورته يوه سيمه يو سړک نوم ورکړل شوی دی.
د راهدارۍ د پروژو ارزښت۶۴ اربه ډالر دی.
چين غواړي اقتصادي راهدرۍ د افغانستان له لارې تر منځنۍ ايشيا پورې وغځوي.
پوښتنه دا ده چېپه راهدارۍ کې افغانستان ته د غځېدو صلاحيت شته، امکانات او ممکنه خنډونه څه کېدای شي.؟
دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د بلوچستان د پلان جوړونې او پرمختيا حکومتي اداره کې د راهدرۍ د چارو مسيول مجيب پانيزی او په کابل کې د سياسي چارو پوه حکمت اعظمي سره څېړل شوی دي.
XS
SM
MD
LG