د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مشال تر رڼا لاندې

د پيپلز ګوند پنځوس کلونه: عروج او زوال؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:22:05 0:00

د پاکستان پيپلز پارټۍ د جوړېدو پنځوس کلونو پوره شوي دي.د مشال تر رڼا لاندې بحث کې ددې ګوند په عروج او زوال خبرې شوي او دا هم کتل شوي چې د پيلز پارټۍ د پاکستان پر سياسي منظرنامه څه اثر اچولی دی؟ د بحث ميلمانه مو ددې ګوند دوه مهم مشران رحيم داد خان او ميا مظفر شاه دي.

د پيپلز ګوند بنياد په ۱۹۶۷ م کال کې د نومبر په دېرشمه او دسمبر په لومړۍ نېټه په دوه ورځني کنونشن کې په لاهور ښار کې کېښودل شو

د پاکستان پيپلز پارټۍ د جوړېدو پنځوس کلونو پوره شو چې په ۱۹۶۷ م کال کې د نومبر په دېرشمه او دسمبر په لومړۍ نېټه یې په لاهور ښار کې په دوه ورځني کنونشن کې بنسټ کېښودل شو.

د ګوند لومړۍ مشر ذوالفقار علي بوټو ټاکل شوی وو.

بيا په ۱۹۷۰م کال کې په پاکستان کې ټولټاکنې وشوې، پېپلز پارټۍ د هغه وخت په مغربي پاکستان یاني نني پاکستان کې د قامي اسمبلۍ اکثره څوکۍ وګټلې او په بنګال کې د شيخ مجيب الرحمن په مشری عوامي ليګ د قامي اسمبلۍ تقريبا ټولې څوکۍ وګټلې.

خو بيا عوامي ليګ ته د پاکستان واکمني ورنکړل شو او د ډېرو خبرو اترو وروسته د پاکستان پوځ په بنګال کې پوځي عمليات وکړل او بلاخره هند په جګړه کې ښکيل شو او پاکستان دوې ټکړې کړل شو.

د پاکستان پيپلز ګوند پنڅوس کلونو پوره شو او په دې تړاو په پاکستان کې غونډې جوړې شوې.
د پاکستان پيپلز ګوند پنڅوس کلونو پوره شو او په دې تړاو په پاکستان کې غونډې جوړې شوې.

ذوالفقار علي بوټو د ننني پاکستان وزيراعظم شو خو په ۱۹۷۷کې د پوځ مشر جنرال ضياءوالحق يې تخته ور چپه کړه او مارشلا يې و لګوله.

بيا د قتل په يوه مقدمه کې ښاغلي بوټو ته په ۱۹۷۹ کې زندۍ یا پهانسۍ کړل شو او د پيپلز پارټۍ او جنرال ضیاءوالحق ترمنځ سياسي جګړه پیل شو چې پکې په زرګونه کسان جېلونو او ټارچر سيلونه ته واچول شول.

د ګوند له جوړېدو راهیسې پيپلز پارټۍ پنځه ځله په واک کې راغلې ده.

د مشال تر رڼا لاندې بحث کې ددې ګوند په عروج او زوال خبرې شوي او دا کتل شوي چې د پيپلز پارټۍ د پاکستان پر سياسي منظرنامه څه اثر اچولی دی؟

د بحث ميلمانه مو د مردان اوسېدونکی رحيم داد خان او د نوښار ميا مظفر شاه دي.

دواړه د پارټۍ د بنياد اېښېدو له وخته راهيسې په ګوند کې دي، جېلونو ته تللي او وزيران هم پاته شوي دي.

د پيپلز ګوند پنځوس کلونه: عروج او زوال؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:22:05 0:00

نور وښیئ

XS
SM
MD
LG