د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مشال تر رڼا لاندې

د جنرال باجوه سېنېټ ته د حاضرېدو د پاکستان پر سیاست ممکنه اغېز؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:25:06 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

ايا د جنرال باجوه څرګندونې به پر پوځ د انتقاد لړۍ کمه کړي؟ايا دده څرګندونې به په پاکستان کې شته سياسي بحران او پر حکومت فشار کمولو کې مرسته وکړي؟دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د جمیعت علما اسلام فضل الرحمن ډلې سېنېټر حافظ حمدالله، د عوامي نېشنل ګوند سېنېټر باز محمد خان او په اسلام اباد کې د بي بي سي له مشر هارون رشيد سره څېړل شوې دي.

د پاکستاني پوځ مشر جنرال جاويد قمر باجوه د سېشنبې په ورځ ددې هېواد سېنېټ ته حاضر شو او د امنيت، سياست او ډپلوماسي په اړه د سنېټېرانو پوښتنو ته ځوابونه وويل.

دا په شپږو کلونو کې لومړۍ ځل دی چې د پوځ يو مشر پارلېمان ته حاضرشوی دی.

تر دې وړاندې د ۲۰۱۱ م کال د مې په مياشت کې په اېبټ اباد کې د امريکايي پوځ په ځانګړيو عملياتو کې د القاعده مشر اسامه بن لادن تر وژل کېدو وروسته د پوځ د هغه وخت مشر جنرال اشفاق پروېز کياني او د ای اېس ای مشر جنرال شجاع پاشا د پارلېمان ګډې غونډې ته حاضر شوي ول.

جنرال جاويد قمر باجوه په داسې حال کې سېنېټ ته حاضر شو چې په پاکستان کې د ځېنو سياسي ستونزو ، امنيت او ګاونډیو هېوادونو سره د تعلقاتو په برخه کې پر پوځ انتقادونه کېږي.

ايا د جنرال باجوه څرګندونې به پر پوځ د انتقاد لړۍ کمه کړي؟

ايا دده څرګندونې به په پاکستان کې شته سياسي بحران او پر حکومت فشار کمولو کې مرسته وکړي؟

دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د عوامي نېشنل ګوند سېنېټر باز محمد خان او په اسلام اباد کې د بي بي سي له مشر هارون رشيد سره څېړل شوې دي.

د جنرال باجوه سېنېټ ته د حاضرېدو د پاکستان پر سیاست ممکنه اغېز؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:25:06 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

نور وښیئ

XS
SM
MD
LG