د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مشال تر رڼا لاندې

د اسلام اباد په فېض اباد کې د لبيک يا رسول الله تنظيم دهرنه له يوویشت ورځو وروسته ختمه شوې خو تا شا یې ځينې پوښتنې پرېښي دي.

دې مظاهره چيانو غوښتنه کوله چې د قانون وزير دې ځکه استعفا ورکړي چې حکومت د قامي اسمبلۍ د غړو په حلف نامه کې د ختم نبوت په اړه راغلي ټکي بدل کړي دي. حکومت ويلي وو چې د ليکلو دا غلطي يې اصلاح کړې خو د مظاهره چيانو خلاف د پوليسو ناکامو عملياتو وروسته د قانون وزير زاهد حامد استفعا ورکړه.

د کورنيوو چارو وزیر احسن اقبال ويلي دوی سره بله لار نه وه او له مجبورۍ يې دغه لوظنامه کړې.

په دې جوړ جاړي کې د پاکستان پوځ منځګړتوب کړی وو چې د اسلام اباد هايي کورټ جج شوکت صديقي پرې سختې نيوکې وکړي. ځينو څېړونکو بيا دا کار سخت دريځو ته د پاکستاني رياست تسلېمېدل ګڼلي. نن د مشال تر رڼا لاندې بحث کې پر دې ټوله مسله خبرې کوو.

کوربه: بشير ګواښ

مېلمانه:

  • د قانوني چارو پوه، قاضي انور
  • د پوځ پخوانی بريګيډير، سيد نزیر مومند
  • د اپوزيشن ګوند پيپلز پارټۍ اخونزاده چټان
  • خبريال نعمت خان

دا بحث دلته اورېدلی شئ

تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:24:53 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

په فاټا کې د انټرنيټ ازادي او ګواښونه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:24:17 0:00

په قبايلي سيمو کې د انټرنيټ د ازادۍ او هلته استعمالونکيو ته ور وړاندي ګواښونو جاج اخستل شوی دی. په اسلام اباد کې د انټرنيټ ازادۍ لپاره د غير حکومتي ادارې (( بولو بهی)) مشر اسامه خلجي او د فاټا ځوانانو جرګې مشر نظام الدين خان د بحث مېلمانه دي.

نور وښیئ

XS
SM
MD
LG