د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مشال تر رڼا لاندې


د امريکا د کانګرېس د بهرنيو چارو کمېټۍ پرون د چارشنبې په ورخ په واشنګټن کې په بلوچستان کې د بشري حقونو د سرغړونو په اړه يوه اورېدنه وکړه چې پکې د بشري حقونو د مبارزينو او سيمه ايزو چارو د کارپوهانو سربېره عام ولس ته هم بلنه ورکړل شوې وه.

د امريکا د کانګرېس د بهرنيو چارو کمېټۍ دا اعلان تېره اونۍ وکړی چې دوی به په بلوچستان کې د روانو حالاتو په اړه يوه ولسي اورېدنه کوي. د دې اورېدني مشري د امريکا په کانګرېس کې ريپبلکن غړی ډینا روهرابیکر وکړه او د عيني شاهدينو په توګه په پاکستان کې د بشري حقونو د څار ادارې مشر علي دايان حسن، د جارج ټاون پوهنتون استادې کرسټین فيېر او د پوځي چارو کارپوه او ليکوال رېليف پيټرز هم ګډون پکې ګډون وکړ.

په دې اورېدنه کې عام ولس ته هم بلنه ورکړل شوې وه چې په بلوچستان کې د روانو حالاتو او په دې صوبه کې د بشري حقونو د سرغړونو په اړه خپل نظر شريک کړي او شواهد وړاندي کړي.


تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:23:01 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د امريکايي کانګرس له خوا د بلوچستان دروانو ناآرامه حالاتو په اړه د اوريدنې پر مهال د بهرنيوو چارو د کميټۍ مشر ډانا رورا بيکر وويل چې اسلام آباد بلوڅانو ته خپل حقونه نه دي ورکړي او پر هغوی یې خپل زور زياتې ته دوام ورکړی.

رورا بیکر چې د حکومت مخالفه ريپبليکن ګوند غړې دې، وویل د برتانوي سامراج نه د آزادیدو وروسته بلوچانو غوښتل چې ځان ته جدا خپلواکه هېواد جوړ کړي خو پکې بریالي نشو او دهغې راهیسې دوي سره اسلام اباد امتیازي سلوک کوي چې دوی یې د خپلو معدني وسایلو نه د ګټې اخیستلو د حق نه هم محرومه کړي دي.

غونډې ته د حکومتي ډیمو کریټ ګوند غړي ښاغلي شرمن وویل دا وخت یې د هېواد سره د پاکستان تعلقات کړکیچن دي خو دا ډیره مهمه ده چې امریکا په پاکستان کې د حکومت لخوا د ځپل شوي قامونو لکه بلو چانو او سندیانو د حال پوښتنه وکړي..


د مشال تر رڼا لاندي بحث هم دې موضوع ته ځانګړی شوی دی. بلوڅ سياستوال او پخوانی سنيټر ثناء بلوڅ ، د بلوچستان د بشري حقونو پخوانی مشر ظهور احمد شاهواني او په کوټه کې خبريال او څيړونکی شهزاده ذوالفقار مو ميلمانه دي. د بحث لپاره د بلوچستان د کورنيو چارو له سيکټر نصيب الله بازی سره هم ځانګؤې مرکه شوې ده. عبدالحی کاکړ د بحث کوربه توب کوي.
د پاکستان استخباراتي مشرانو د نهې په ورځ د هيواد له وزيراعظم يوسف رضا ګيلاني او د بهرنيو چارو له وزيري حنا رباني کر سره تر هغه وړاندي ليدلي چې د افغانستان د راتلونکي په اړه به د امريکا، افغانستان او پاکستان تر منځ درې اړخيزه غونډه کيږي.
په غونډه کي د هيواد وزيراعظم يوسف رضا ګيلاني د بهرنيو چارو وزيري حنا رباني کر ته وويل چې د افغانستان په اړه دې د سولي د خبرو اترو لپاره کابل ته ولاړه شي.

امريکا په افغانستان کي د سولې او ثبات راوستو لپاره له طالبانو سره خبري اتري پيل کړي او ددې لپاره په قطر کي د طالبانو سياسی دفتر هم پرانستل شوی دی.
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:26:49 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

امريکا، افغانستان او طالبان که څه هم د روغي جوړي د پروسي مستقيمه لوبغاړي دي خو تردې زيات زور په پاکستان راوړل کيږی چې د خبرو اترو د کاميابي لپاره يو مهم رول و لوبوي. پر پاکستان تور دی چې د افغان طالبانو شاته ولاړ دی.

په داسي حال کي چې د امريکا او پاکستان اړيکي هم تر بل هر وخت ټيټې کچې ته راپريوتي دي نو پوښتنه داده چې دا به د سولي په خبرو اترو څه اثر واچوي يا بيا هم دا خبري اتري به دوی په خپلو کي اړيکو ښه کولو ته مجبوره کړي.

دا او ورسره تړلې نوري پوښتنه د مشال تر رڼا لاندي بحث کي څيړو. د طالبانو په واکمنی کي د دوی مهم مشر او د افغانستان د سولي د عالي شوری غړی ارسلارحماني ، په پيښور کي د دفاعی چارو کارپوه بريګيډيئر سعد محمد خان او په کابل کي د سياسی چارو کارپوه کبير رنجير مو ميلمانه دي. د بحث کوربه عبدلحی کاکړ دی.

نور وښیئ

XS
SM
MD
LG