د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مشال تر رڼا لاندې

په سوات کې د طالبانو یو ویاند مسلم خان چې د پاکستان له امنیتي ځواکونو سره په حراست کې دی
په سوات کې د طالبانو یو ویاند مسلم خان چې د پاکستان له امنیتي ځواکونو سره په حراست کې دی
د خیبر پښتونخوا حکومت وايي، چې د پاکستان استخباراتي ادرو سره یې په دې کار روان کړی دی چې شاوخوا ۹۰۰ مشکوک ترهګر صوبايي حکومت ته وسپاري.

د پښتونخوا د قانون وزیر ارشد عبدالله له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل له صوبايي حکومت سره دومره حراست خانې نشته چې د هغوی امنیت پکې ټینګ وساتل شي.دده په خبره چې پر دې هم کار روان دی چې حراستي مرکزونه پیاوړي کړي.

دی وايي چې وړاندې دا مشکوک ترهګر له استخباراتي ادارو سره په نامالومه حراست خانو کې پراته وو خو اوس د پښتونخوا صوبې د کورنیو چارو د سکرېټري تر څارنې لاندې د پاکستانیو امنیتي ځواکونو مالومه حراست خانو ته د سپارلو بهیر پیل شوی چې ددغه کسانو خپل خپلوان ورسره وویني او ځان ته خپل وکیلان ونیسي.

نوموړی وايي، استخباراتي ادارو لا ورته د مشکوکو ترهګرو نومونه نه دي سپارلي.

د قانون وزير ارشد عبد الله پر خلکو غږ وکړ چې د ترهګرو پرضد ګواهي لپاره عدالتونو ته راوړاندې شي، دده په خبره شاهدي ورکوونکو ته به هر قسمه تحفظ ورکوي .

د مشال تر راڼا لاندې بحث همدې موضوع ته ځانګړی شوی چې میلمانه یې د پاکستان په اسلام آباد کې د لادرکه کسانو لپاره مبارزه آمنه مسعود جنجوعه، په پېښور کې قانون پوه بېریسټر باچا، د چارسدې په شبقدر کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو سره په حراست کې بند د یوه کس ورور جاوید خان دی.
ددخپرونې کوربه عبدالحی کاکړ دی


تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:27:35 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
برایه شپه د پاکستان قامي اسمبلۍ په خپله یوه غونډه کې موجود ۲۴۷ غړیو په یوه خوله د شلم آیينى ترميمي بل منظوري ورکړه.

د بل منظوریدو وروسته د پاکستان وزیر اعظم یوسف رضا ګیلاني له ټولو پارلماني غړیو مننه وکړه او دا یې په ملک کې د جمهوریت پر لوري یو غوره او ښه ګام و بللو.ګیلاني زیاته کړه چی ټول سیاسي ګوندونه د آیین پابند دي.

د مشال تر رڼا لاندې بحث همدې موضوع ته ځانګړی شوی دی چې د شلم آییني ترمیم له مخې به د پښتنو قبایلي سیمو ته له سیاسي پلوه څه ګټه ورسېږي.

ددې بحث میلمانه د عوامي نېشنل ګوند د اطلاعاتو سیکرېټري او سېنېټر زاهدخان ،د قبایلي چارو کارپوه آیاز وزیر او له اورکزي اېجنسۍ څخه د قامي اسمبلۍ غړی منیر اورکزی دی او کوربه یې عبدالحی کاکړ دی.


تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:27:49 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

نور وښیئ

XS
SM
MD
LG