د لاسرسي ځای

تازه خبر

له طالبانو سره د سولې خبرې او د پاکستان افغانستان او امریکا تعلقات


تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:26:49 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د پاکستان استخباراتي مشرانو د نهې په ورځ د هيواد له وزيراعظم يوسف رضا ګيلاني او د بهرنيو چارو له وزيري حنا رباني کر سره تر هغه وړاندي ليدلي چې د افغانستان د راتلونکي په اړه به د امريکا، افغانستان او پاکستان تر منځ درې اړخيزه غونډه کيږي. په غونډه کي د هيواد وزيراعظم يوسف رضا ګيلاني د بهرنيو چارو وزيري حنا رباني کر ته وويل چې د افغانستان په اړه دې د سولي د خبرو اترو لپاره کابل ته ولاړه شي. امريکا په افغانستان کي د سولې او ثبات راوستو لپاره له طالبانو سره خبري اتري پيل کړي او ددې لپاره په قطر کي د طالبانو سياسی دفتر هم پرانستل شوی دی. امريکا، افغانستان او طالبان که څه هم د روغي جوړي د پروسي مستقيمه لوبغاړي دي خو تردې زيات زور په پاکستان راوړل کيږی چې د خبرو اترو د کاميابي لپاره يو مهم رول و لوبوي. پر پاکستان تور دی چې د افغان طالبانو شاته ولاړ دی. په داسي حال کي چې د امريکا او پاکستان اړيکي هم تر بل هر وخت ټيټې کچې ته راپريوتي دي نو پوښتنه داده چې دا به د سولي په خبرو اترو څه اثر واچوي يا بيا هم دا خبري اتري به دوی په خپلو کي اړيکو ښه کولو ته مجبوره کړي. دا او ورسره تړلې نوري پوښتنه د مشال تر رڼا لاندي بحث کي څيړو. د طالبانو په واکمنی کي د دوی مهم مشر او د افغانستان د سولي د عالي شوری غړی ارسلارحماني ، په پيښور کي د دفاعی چارو کارپوه بريګيډيئر سعد محمد خان او په کابل کي د سياسی چارو کارپوه کبير رنجير مو ميلمانه دي. د بحث کوربه عبدلحی کاکړ دی.

XS
SM
MD
LG