د فاټا انتظامې حیثيت په اړه د قبايلي سيمو پارليماني غړيو چې په قامي اسمبلۍ کې د ۲۱ ايني ترميمي بل وړاندې کړي وو پر هغې هېڅ بحث ونه شو . د دغه بل په اړه د مشال راډیو خبریال مجيد بابر د فاټا پارلیماني مشر له حاجي شاه جي ګل سره مرکه کړې ده.
نواز شریف د هندوانو مذهبي اختر دیوالي کې د ګډون پر مهال په خپله وینا کې وویل، يواځې اسلام نه بلکې هر يو مذهب دا ښودنه کوي چې د ظالم نه بلکې د مظلوم مرسته کول پکار ده.
ټاکل شوې ده چې د پاکستاني پوځ مشر جنرال راحيل شريف به په راتلونکې اوونۍ کې د واشنګټن سفر کوي.
په لاهور کې د سیاسي چارو شننونکي امتیاز ګل د مشال راډيو له همکار داود خټک سره په خبرو کې وايي، چې د پوځ عامه اړیکو څانګې باید دغه بیان نه وی ورکړی، ځکه چې له دې سره پر حکومتي کارکردګۍ بد اغېز لوېږي. دغه ډول څرګندونې پکار ده چې د تړلو ورونو شا ته په خپلو غونډو کې وکړي.
د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشر محمود خان اڅکزی وايي، که د وزیر اعظم میا نواز شریف او د پوځ مشر راحیل شریف به اله پر لار تلای شي چې ایین برلاسی وي. محمود خان اڅکزي وویل، د دوی ګوند د هېڅ یوې داسې بهرنۍ تګلارې ملاتړ نه کوي چې پارلمان نه وي جوړه کړې. یاده دې وي، چې د نهې پر ورځ د پوځ مشر راحیل شریف په مشرۍ له غونډې وروسته د پوځ ولسي اړیکو څانګو په یوه بیان کې ویلي ول، چې په ملک د ترهه ګرۍ ختمولو پر وړاندې د روانو عملیاتو پایلې ترلاسه کول او په ملک امن پرځای کولو لپاره ضروري ده چې حکومتي انتظامي چارې ښه شي.
د پېښور وکیلانو اتحادیې پخواني مشر قاضي انور د مشال راډيو له خبریال سیراج ظهیر سره په خبرو کې وویل چې د پاکستان ایین له مخې د پوځ مشر په ګډون دغه ټوله اداره تر منتخیب حکومت او پارلمان لاندې راځي او دوی باید د حکومت په خوښه کار وکړي. یاده دې وي، چې د نهې پر ورځ د پوځي مشر راحیل شریف په مشرۍ له غونډې وروسته د پوځ ولسي اړیکو څانګو په یوه بیان کې ویلي ول، چې په ملک د ترهه ګرۍ ختمولو پر وړاندې د روانو عملیاتو پایلې ترلاسه کول او په ملک امن پرځای کولو لپاره ضروري ده چې حکومتي انتظامي چارې ښه شي.
نیویارک ټایمز ورځپاڼه وايي، په پاکستان کې سختدریځې ډلې دي چې پکې د ځېنو ملاتړ د هغه هېواد اېسټیبلېشمنټ کوي نو ځکه د وړو اټومي وسلو موجودیت ډېر خطرناکه ثابتېدای شي.
افغان چارواکي وايي، نوې ډیلي ته د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار سفر د سیمه ییزې همکارۍ د زياتېدو لپاره دی.
د خيبر پښتونخوا وزيراعلا د صوبې په مختلفو ضلعو کې د ۱۶ نوو ډګري کالجونو د جوړولو منظوري ورکړه.
د پاکستان د سېنېټ مشر رضا رباني د تېرې پنجشنبې په ورځ د سېنېټ يوې غونډې ته د وينا پر مهال له حکومته غوښتنه وکړه چې د دغه هيواد د يو مشر خبريال پر ضد دې کاروايي وکړي ځکه چې هغه د هيواد د پارليماني غړو په اړه ناوړه ټکي کارولي دي.
د خېبر پښتونخوا په چارسده کې د سروډېرو پولیسو په یوه کاروايي کې د یوې دولس کلنې نجلۍ د خرڅولو په تور د هغې پلار یوه ښځه او دوه نور کسان نیولي دي. له مشال راډیو سره په خبرو کې پولیس چاوراکي ویلي چې د نوښار اکبر پورې کېمپ یو اوسېدونکي عدالت خان د خپلې لور نوشین پلورو سودا په پنجاب کې کړې وه. له مشال راډيو سره نوشین په ژړا کې د خپلې ویرژنې کیسې پر مهال وویل چې پلار یې دوې خویندې او مور هم تر دې مخکې په پنجاب کې پلورلې وې. خو د نجلۍ پلار چې اوس په حوالات کې دی له مشال راډيو سره په خبرو کې د خپلې لور پلور درواغ وبلل. له پېښوره د شبیر جان راپور
پاکستان دا وخت د خبریالانو لپاره په نړۍ کې یو له خطرناکو هېوادونو ګڼل شوی دی
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته