د لاسرسي ځای

تازه خبر

خېبر پښتونخوا کې به ۱۶ نوي ډګري کالجونه جوړول کيږي


د خيبر پښتونخوا وزيراعلا د صوبې په مختلفو ضلعو کې د ۱۶ نوو ډګري کالجونو د جوړولو منظوري ورکړه.

د خيبر پښتونخوا وزيراعلا د صوبې په مختلفو ضلعو کې د ۱۶ نوو ډګري کالجونو د جوړولو منظوري ورکړه.

د وزيراعلا د دفتر لخوا پرون په خپره شوې خبر پاڼه کې ويل شوي چې د دغو کالجونو د جوړولو لپاره د پينځه اربه روپو منظوري هم ورکړل شوې ده.

په کومو ۱۶ ضلعو کې چې به دغه ډګري کالجونه جوړول کيږي، په هغو کې چترال، دير،مردان ، سوات او لکي مروت هم شامل دي.

خبر پاڼه زياتوي وزيراعلا دا ژمنتيا هم ښودلې چې په صوبه کې له وړاندې موجود کالجونو څخه به ماډل يا معياري تعليمي ادارې جوړول کيږي.

XS
SM
MD
LG