د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستاني رسنۍ دې د ځان لپاره پخپله ضابطه اخلاق جوړ کړي


د پاکستان د سېنېټ مشر رضا رباني د تېرې پنجشنبې په ورځ د سېنېټ يوې غونډې ته د وينا پر مهال له حکومته غوښتنه وکړه چې د دغه هيواد د يو مشر خبريال پر ضد دې کاروايي وکړي ځکه چې هغه د هيواد د پارليماني غړو په اړه ناوړه ټکي کارولي دي.

د پاکستان د سېنېټ مشر رضا رباني د تېرې پنجشنبې په ورځ د سېنېټ يوې غونډې ته د وينا پر مهال له حکومته غوښتنه وکړه چې د دغه هيواد د يو مشر خبريال پر ضد دې کاروايي وکړي ځکه چې هغه د هيواد د پارليماني غړو په اړه ناوړه ټکي کارولي دي.

دا لومړی ځل نه دی چې په پاکستان کې سياستوال يا د حکومت غړي پر خبريالانو له خپل حده د وتلو يا د بيان د آزادۍ په نامه له چوکاټه بهر خبرو کولو تور پورې کوي. دا چې آيا رښتيا هم په پاکستان کې خبريالان له خپلې آزادۍ تېری کوي، په پېښور پوهنتون کې د ژورنالېزم د څانګې ښوونکی ډاکټر فېض الله جان وايي چې په دې هيواد کې ټولنې له صحافت سره سم ارتقا نه ده کړې او نه هم صحافت د يو ادارې په توګه رول لوبولی دی.

((په پاکستان کې خبريالانو ته د دې څيزونو پته نشته چې هغوی له څه کول پکار دي او څه کول نه دې پکار. خو چې څه وکړي او پر هغه باندې غبرګون راشي نوبيا دوی پر دې باندې خبره کوي چې دا کول په کار وو که دا کول نه وو په کار. دويمه خبره دا ده چې په پاکستان کې صحافت يو انډسټري ده خو يو اداره لا تر اوسه نه ده ورنه جوړه شوې. کله چې موږ وايو چې د رياست څلور ستنې وي نو په هغه کې يوه ستن ميډيا [رسنۍ] هم وي. په پاکستان کې ميډيا يو انډسټري ده چې د يو کارخانې په حېث کار کوي، پيداوار لري خو له هغې نه اداره نه ده جوړه شوې. اداره هغې ته ويل کيږي چې ضابطه اخلاق او طريقه کار ولري.))

د پاکستان يو مشر خبريال ضياوالدين بيا وايي چې پر قوانينو سربېره هره ټولنه يو کلتور لري او د هغه په پام کې نيولو سره بايد کار وکړل شي.نوموړی نظر لري که چيري خبريال د بيان آزادي په مسوليت يا ذمه وارۍ سره وکاروي نو بيا به ستونزه نه ورته جوړيږي.

((چې کله تاسو په ذمه وارۍ سره له آزادۍ څخه کار واخلئ نو بايد بيا هيڅوک هيڅ ډول اعتراض ونکړي. که چيرې اعتراض و هم کړي نو تاسو يې له قانون سره سم ځوابولای شئ. خو که چيرې ژبه په غلط ډول بې مهاره په ويلو يا ليکلو وکارول شي نو ښکاره خبره ده چې کلتور د دې اجازه نه ورکوي او بايد دې ته پام وکړل شي.))

که څه هم په پاکستان کې د رسنيو د نظم اداره شته خو ضياوالدين وايي چې دا اداره په حکومتي سرپرستۍ کې کار کوي نو د حکومت خوښې ته لومړيتوب ورکوي. د پېمرا په نامه د برېښنايي رسنيو د نظم دغې ادارې که څه هم په تفصيل سره د خبريالانو لپاره د پيښو د پوښښ او خپرونو ضابطه اخلاق بيان کړی خو ډاکټر فيض الله جان نظر لري چې خبريالان بايد پخپله د ځان لپاره ضابطه اخلاق جوړ کړي.

((د رسنيو لپاره پکار نه ده چې يو بهرنۍ اداره ضابطه اخلاق ورته جوړ کړي لکه پېمرا. په ټوله نړۍ کې صحافت د ځان لپاره ضابطه اخلاق جوړوي. زه فکر کوم چې پېمرا يو سرکاري اداره ده او سرکاري اداره د صحافت لپاره ضابطه اخلاق نشي جوړولای. په پاکستان کې د خبريالانو او مديرانو اتحاديې او تنظيمونه شته. دا د هغوی کار دی چې اول پر دې باندې بحث وکړي، په هغه بحث کې دې مدني ټولنه، علمي کارپوهان او پارليمان هم شامل وي او د هغه بحث په رڼا کې دې د صحافيانو تنظيمونه کينې او د ځان لپاره دې يو ضابطه اخلاق جوړ کړي چې څه به کوو او څه به نه کوو.))

په پاکستان کې په داسې وخت کې د خبريالانو په اړه د بيان له آزادۍ د ناسمې ګټې پورته کولو خبره کيږي چې دا هيواد د خبريالانو لپاره د نړۍ يو تر ټولو خطرناکه هيواد ګڼل کيږي چې وخت په وخت خبريالان د بېلا بيلو اوريو لخوا پکې ځورول کيږي او يا هم وژل کيږي.

XS
SM
MD
LG