د لاسرسي ځای

تازه خبر

"که امریکا د امنيتي تړون وعدې عملي نه کړي، نه يې تصويبوو"


د افغانستان د ولسي جرګې غړي وايي چې امريکا دي پر کونړ د پاکستان د راکټونو د ويشتلو مخنيوی وکړي او په دي توګه دي په امنيتي تړون کې کړې ژمنې عملي کړي.

د افغانستان د ولسي جرګې غړو نن (دوشنبه) امريکا سره د شوي امنيتي تړون د تصويب په غونډه کې د بحث پر مهال له امريکا وغوښتل چې افغانستان سره کړي دغه تړون په بنسټ دي د دي هيواد امنيت ساتلو ته ژمن شي او پر افغان خاوره دي د پاکستان د راکټونو ويشتلو مخنيوی وکړي.

د ولسي جرګې منشي انجینیرسیداکرام د دوشنبې په ورځ کابل کې خبریالانو ته وویل افغانان له امریکا سره د یاد سند تر لاسلیک وروسته د هیواد دامنیتي وضعیت د ښه والي په تمه دي.

د امريکا او افغانستان ترمنځ په شوي امنيتي تړون کې د نورو خبرو تر څنګ راغلي چې که يو بهرنی هيواد پر افغانستان تيری کوي نو امريکا او افغانستان به يې په وړاندې مناسب ځواب ورکوي. د تړون ترمخه دا ځواب سياسي، پوځي او يا هم اقتصادي کیدای شي.

هغه زياته کړه: ((د افغانستان په اکثرو سیمو کې امنیتي ستونزې موجودې دي. په همدي حال کې له ګاونډیو هیوادونو د افغانستان په یو شمیر ولایتونو باندې راکټونه ويشتل کيږي.امریکا باید د افغانستان پر هغه ګاونډي هیوادونو چې دې هیواد ته امنیتي ستونزې پیدا کوي ډېر فشار راوړي. هغه څه چې په امنیتي او دفاعي سند کې راغلي باید امریکا او متحدین یې له افغانانو سره د امنیت او ثبات په راوستلو کې مرسته وکړي.))

امریکا سره دفاعي او امنیتي سند د افغانستان د ملي امنیت شورا د سلاکار له خوا د اوسني حکومت په پیل کې لاسلیک شو چې له مخې به يې له ۲۰۱۴ کال وروسته ۹۸۰۰ امریکايي پوځيان افغانستان کې پاتې کیږي. د نورو خبرو تر څنګ پکې راغلي که يو بهرنی هيواد پر افغانستان تيری کوي نو امريکا او افغانستان به يې په وړاندې مناسب ځواب ورکوي. د تړون ترمخه دا ځواب سياسي، پوځي او يا هم اقتصادي کیدای شي.

د ولسي جرګې یو شمیر غړي وايي که چیرته امریکا د یاد سند په اساس خپلې ژمنې عملي نه کړي نو د تصویب رایه به ورنکړي.

د کابل پوهنتون استاد او سياسي چارو کارپوه نصرالله ستانکزی وايي ولسي جرګه حق لري چې دا سند رد یا تصویب کړي خو زياتوي: ((د ولسي جرګې اکثره غړي د ښاغلي حامد کرزي د حکومت په دوران کې ددې پلویان و چې دا سند ژر تر ژر نهايي او د تصدیق لپاره باید ورولیږل شي. تر ډېره فکرکوم چې د رایو په اتفاق نه بلکې په اکثریت رایو به تصويب شي.))

XS
SM
MD
LG