د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان سوپر لیګ ۱۱م پړاو سیالۍ سبا پیلېږي

د کرکټ بورډ کارکوونکي د لاهور په قذافي لوبغالي کې پېچونه تیاروي - د مارچ ۲۵مې انځور.
د کرکټ بورډ کارکوونکي د لاهور په قذافي لوبغالي کې پېچونه تیاروي - د مارچ ۲۵مې انځور.

د پاکستان سوپر لیګ (پي اېس اېل) په نوم د ۲۰ اووره کرکټ سیالۍ د مارچ پر ۲۶مه پیلېږي.

ټاکل شوې د لاهور په قذافي لوبغالي کې د اتلولۍ لومړۍ سیالي د لاهور قلندرز او حیدراباد کېنګزمین ترمینځ وشي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان کرکټ بورډ د پاکستان سوپر لیګ (پي اېس اېل) په نوم د ۲۰ اووره سیالیو په پلان کې بدلونونه وکړل او ویلي یې دي چې لومړنۍ لوبې به په لوبغالو کې بې له نندارچیانو ترسره کېږي.

کرکټ بورډ د مارچ پر ۲۲مه پر خپله ووبپاڼه په بیان کې وویل، دا پرېکړه یې په منځني ختیځ کې د روانې جګړې او کړکېچ په غبرګون کې د حکومت د کفایت شعارۍ تدابیرو ته په کتو کړې ده.

کرکټ بورډ البته ټینګار کړی دی چې "په لنډمهالي ډول" نندارچیان یوازې "له کورونو" د پي اېس اېل د ۱۱م پړاو سیالۍ لیدلای شي.

بیان داراز ویلي دي چې ټولې سیالۍ به اوس د هېواد د شپږو لوبغالو پر ځای یوازې په لاهور او کراچۍ کې ترسره کوي او د دې لپاره یې هم نوی مهالوېش اعلان کړی دی.

دا تر هغې وروسته ده چې وفاقي حکومت په منځني ختیځ کې د امریکا، اسراییلو او ایران ترمینځ د روانې جګړې له کبله په نړیوال بازار کې د تېلو بیو زیاتېدو ته په کتو د یو لیټر پېټرولو او ډیزلو نرخ ۵۵ روپۍ زیات کړ او تر دې دوه ورځې وروسته وزیراعظم شهباز شریف د مارچ پر نهمه ولس ته په ټېلېوېژني وینا کې د انرژۍ سپما (بچت) او اقتصادي وضعیت سم ساتلو لپاره د کفایت شعارۍ تدابیر اعلان کړل.

کرکټ بورډ د پي اېس اېل په سږنیو سیالیو کې دوه نوې لوبډلې - حیدراباد کېنګزمین او راولپېنډیز - شاملې کړې دي.

په دې توګه د هغو لوبډلو ترڅنګ پېښور زلمي، کوټه ګلیډیېټرز، لاهور قلندرز، کراچۍ کېنګز، اسلام اباد یونایټېډ او ملتان سلطانز د پي اېس اېل د ۱۱م پړاو په سیالیو کې ګډون کوي.

د پاکستان سوپر لیګ سیالۍ د مارچ له ۲۶مې څخه د مې تر درېیمې پورې کېږي.

لاهور قلندرز لوبډلې په ۲۰۲۵ز کال کې د پي اېس اېل د ۱۰م پړاو سیالیو په پایلوبه کې کوټه ګلیډیېټرز ته په شپږو وېکټو په ماتې ورکولو جام ګټلی وو.

XS
SM
MD
LG