پېښور کې د بلدیاتي ادارو استازو په دویمه ورځ هم احتجاج جاري ساتلی دی
د خیبر پښتونخوا د بلدیاتي ادارو استازو د پیسو نه ترلاسه کېدو پر ضد احتجاج پیل کړی چې د فبرورۍ په ۱۴مه یې د دویمې ورځې لپاره هم دوام وکړ. دوی په جناح پارک کې راټول شوي او وايي، د کاري مودې وخت یې مخ په ختمېدو دی خو حکومت ورته فنډونه نه ورکوي چې دوی پرې پرمختیايي چارې پر مخ یوسي. احتجاج کوونکي له وزیراعلا سهېل اپرېدي سره د ملاقات غوښتنه هم کوي. حکومتي چارواکو د بلدیاتي ادارو د استازو د احتجاج په اړه تازه څه نه دي ویلي خو د بلدیاتو وزیر مینا خان اپرېدي تېره میاشت ویلي وو چې ډېر زر به له وزیر اعلا سهېل اپرېدي سره د بلدیاتي ادارو د استازو د لیدو لاره برابره کړي. د مشال راډیو خبریال پرې ویډیويي رپورټ جوړ کړی دی.