په بلوچستان کې وسلوالو دوه پولیس افسران په ډزو وژلي دي.
يو برید د صوبې په سرښار کوټه کې شوی دی. د هغه ښار د پولیسو ویاند منیر احمد د مارچ پر نهمه، مشال راډیو ته وويل چې وسله والو بیګا تر روژه ماتې وروسته، د ترهرګرۍ ضد پولیسو د څانګې پر يو افسر، ميټا خان برید وکړ.
د احمد په وينا انسپېکټر ميټا خان په صدر تاڼه کې له کار ختمولو وروسته کور ته روان وو چې له اسماعیل کلي سره نیږدې ووژل شو. د پولیسو ویاند ویلي چې وسلوال تر برید وروسته تښتېدلي دي.
بل پلو د بلوڅ مېشتې سیمې جل مګسي پولیس وايي چې وسلوالو د مارچ پر نهمه د سید یعقوب شاه په نامه پولیس حوالدار په ډزو وژلی دی. پولیسو په یوه خبرپاڼه کې رسنیو ته ویلي چې شاه هغه مهال وژل شوی چې له کاره د کور پر لور روان وو.
د دواړو بریدونو ذمه واري تر اوسه کومې وسلې والې ډلې نه ده منلې.
د بلوچستان اعلا وزیر سرفراز بګټي په یو بیان کې دا د ترهګرۍ پېښې بللې دي او ویلي یې دي چې هدف یې د صوبې د امنیت خرابولو هڅه ده.