ګل اياز د پاکستان، افغانستان او د سيمي په اړه راپورونه جوړوي. نوموړی "د مشال مرکه" خپرونې جوړوونکی دی چې پکې له بېلابېلو کسانو سره د هغوی پر ژوند او کار مفصلې خبرې کېږي. د خپرونې ټولې برخې دلته اورېدای شئ. له ګل ایاز سره پر اېکس او فېسبوک اړیکه نیولای شئ.
د متحده عربي اماراتو په مصروف ښار دوبۍ کې د هغو خلکو ژوند تر ډېره اسانه شوی چې په کور کې سپي يا پيشوګانې ساتي او له ځان سره په وړلو کې ستونزي لري. د دې ستونزې د حل لپاره يوې ښځې ټېکسي سروس پيل کړی دی. د رویټرز اژانس ويډيويي راپور.
د امريکا په شيکاګو ښار کې د سويانو (خرګوش) لپاره ځانګړی هوټل جوړ کړل شوی دی. د سويانو ساتونکي چې کله پر رخصتی ځي نو خپل سوی ځانګړي هوټل ته ور وسپاري. د رویټرز اژانس ويډيويي راپور وګورئ.
دا په داسي حال کې ده چې په چمن او سپین بولدک کې پر پوله د ډېسېمبر پر ۱۵مه د پاکستانیو او د طالب سرحد ساتونکو ترمینځ په ډزو کې یو کس ووژل شو او ۱۵ نور ژوبل شول. په ژوبلو کې ښځې او ماشومان هم شامل وو.
خبریال او د سیاسي چارو شنونکي سید علي شاه په پښتونخوا ملي عوامي ګوند کې دننه د اختلافاتو په اړه مشال راډیو ته وویل چې د دې تقسيم تاوان به ټولو پښتنو ته رسي.
نورینه شمس د خیبر پښتونخوا د کوز دیر اوسېدونکې او لوبغاړې ده. نوموړې لومړۍ نجلۍ وه چې په جونییر یا د کم عمر لرونکو لوبغاړو په اولمپېکس کې یې د بایسېکل په ځغاسته کې پاکستان ته د سپینو زرو مېډال ګټلی وو. له هغې سره بشپړه ویډیويي مرکه وګورئ.
په داسې حال کې چې په قطر کې د فوټبال نړيوال جام سيالۍ دوام لري، همهلته د اوښانو د ښکلا نړيوالۍ سيالۍ هم شوي. دا سيالۍ د قطر "نازا" اوښ ګټلي ده. د اسوشيېټېډ پرېس اژانس ويډيويي راپور.
د حملې ذمه واري تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) منلې ده. دا تر هغې وروسته ده چې هغې ناقانونه وسلوالې ډلې د نومبر پر ۲۸مه په پاکستان کې د حملو بیا پیلولو اعلان وکړ.
په سېنېګال کې د فوټبال ځوان مینه وال د خپلې خوښې لوبې لپاره داسې ميدانونو کې راټولېږي چې کثافات پکې ډېر دي. په دې وروستيو کلونو کې د لوېديزې افريقا په دغه هېواد کې سختو بارانونو او سېلابونو د لوبې ميدانونه ويجاړ کړي دي. ګل اياز د اسوشيېټېډ پرېس اژانس له ویډیو راپور جوړ کړی دی.
په کوټه کې د پولیسو پر یوه ګاډي په برید کې لږترلږه درې کسان وژل شوي او تر ۲۰ زیات ژوبل دي. حمله د نومبر پر ۳۰مه د کوټې په بلیلي سیمه کې شوې ده چې ذمه واري یې تحریک طالبان پاکستان ډلې منلې ده. د اسوشیېټېډ پرېس اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
په نړۍ کې به مو د ښځو د ښکلا سياليو په اړه اورېدلي وي خو د پاکستان په راولپېنډۍ ښار کې د کوترو (کونترو) د ښکلا سيالي شوې ده.
د بهرنيو چارو وفاقي وزير بلاول بوټو زرداري د عمران خان پر اعلان اندېښنه څرګنده کړې او ويلي يې دي چې که د نوموړي موخه واقعي "حقيقي ازادي" او د جمهوریت وده ده نو راتلونکې اوونۍ یې ولې د تحریک انصاف پلویانو ته په راولپېنډۍ کې د ورغونډېدو لارښوونه کړې ده؟
په نړيوال جام کې ۳۲ لوبډلې برخه اخلي چې د څلور لوبډلو په اتو ډلو یا ګروپونو کې وېشل شوې دي.
د قطر په شمال کې په دښتو کې د مارغانو ښکار زوړ دود خوندي ساتلو لپاره سيالۍ شوي. دوی ته دا ميراث له پلرونو ورپاتې دی او نوي نسل ته يې د انتقالولو هڅه کوي. په سيالیو کې يوشمېر ماشومانو هم برخه اخيستې وه. د فرانس پرېس اژانس ويډيويي راپور
په ايران کې د ۲۲ کلنې مېرمنې مهسا اميني د وژنې پرضد مظاهرې روانې دي. د هغه هېواد د اصفهان صوبې په فولاد شهر ښار کې د نومبر پر ۱۸مه د مظاهرو تازه ويډيوګانې پر ټولينزو رسنيو خپرې شوې دي.
د عراق د ايربيل ښار درې اوسېدونکو د عمرې ادا کولو لپاره پر بايسکلونو سفر پيل کړي. هغوی په دغه ۴۵ ورځنې سفر کې لنډې لارې نه ګوري. دغه درې عراقيان به سعودي عرب ته د سفر په ترڅ کې د مکې او پلازمېنې ریاض په ګډون په څو ښارونو کې درېږي. د اسوشيېټېډ پرېس اژانس ويډيويي راپور.
د تحریک انصاف ګوند مرکزي عمومي سکتر اسد عمر نن (د نومبر پر ۱۲مه) په په سلطان باهو دربار کې د لاريون پيلولو سره خپلو پلويانو ته په وينا کې وويل چې د پاکستان د برخلیک ټاکلو لپاره دې پرېکړې د بندو دروازو تر شا نه کېږي او نه دې هم په لندن او امریکا کې کېږي بلکې په هېواد کې دننه دې وشي.
د پاکستان د چاپیریال ساتنې وزیره وايي، ماحولیاتي بدلون یې هېواد تر هر چا زیات ځپلی او وروستیو سېلابونو تر ۳۰ اربه ډالرو زیات تاوان ور اړولی دی. شیري رحمان دا څرګندونې په مصر کې د اقلیمي بدلون د نړېوالې غونډې په څنډو کې رویټرز اژانس ته په مرکه کې کړې دي.
خان د نومبر پر څلورمه د لاهور له روغتونه په ویډیويي وینا کې دعوه وکړه چې د حکومت ضد لاریون تر پیلولو مخکې یې د "وژلو" پلان او سازش شوی وو. ده د خپلې دعوې ثبوت وړاندې نه کړ خو د وزیراعظم، د کورنیو چارو وزیر او د پوځي افسر نومونه یې یاد کړل چې په وینا یې ورباندې په حمله کې ککړ دي.
پاکستان تحریک انصاف ګوند وايي، په پنجاب کې د عمران خان پر مشرۍ پر لاریون په ډزو کې د نوموړي او سېنېټر فیصل جاوېد په ګډون یوشمېر کسان ژوبل شوي دي. وزیراعظم شهباز شریف او ولسمشر عارف علوي د پېښې غندنه کړې ده. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
نور وښیئ