د لاسرسي ځای

تازه خبر

د فټبال نړيوال کپ لوبې د نومبر پر ۲۰مه په قطر کې پیلېږي


په قطر کې د فټبال نړیوال کپ لوبې، فیفا ۲۰۲۲

د فټبال نړيوال جام سيالۍ د نومبر پر ۲۰مه په قطر کې پيلېږي.دا لومړۍ ځل دی چې د فټبال نړيوال کپ په يو عربي هېواد کې کېږي.

د کپ لومړۍ لوبه د کوربه هېواد قطر او د ايکواډور ترمنځ کېږي چې د پيښور له وخت سره سم د شپې نهه بجې شروع کېږي. د فټبال نړيوال جام لوبې به په اتو لوبغالو کې کېږي.

په عمومي توګه د فټبال نړيوال جام لوبې په جون او جولايي مياشتو کې کېدې خو په قطر کې د سختې ګرمۍ له وجې دا ځل لوبې په نومبر او ډېسېمبر مياشت کې تر سره کېږي.

په نړيوال جام کې ۳۲ لوبډلې برخه اخلي چې د څلور لوبډلو په اتو ډلو یا ګروپونو کې وېشل شوې دي.

په لومړۍ پړاو کې به هره ورځ څلور لوبې کېږي او له هرې يوې ډلې څخه به دوه لوبډلې بل پړاو ته ووځي.

فرانس په ۲۰۱۸ز کال کې دا اتلولي ګټلې وه. برازيل پنځه، جرمني څلور، اټالیې څلور، ارجنټاين دوه، فرانس دوه او انګلستان او سپين يو يو ځل د فټبال نړيوال جام ګټلی دی.

د فټبال نړيوال کپ پايلوبه به د ډېسېمبر پر ۱۸مه کېږي. د فټبال نړيوال جام لوبې هر څلور کاله وروسته کېږي او راتلونکی نړیوال کپ به په ۲۰۲۶م کال کې په کاناډا، ميکسيکو او امريکا کې کېږي.

XS
SM
MD
LG